ننګرهار کې خلکو د مرکزي او ولایتي چارواکو پر ضد لاریون وکړ

کابو لس ورځ کیږي، چې جلال اباد ښار ته له نغلو نه راغلې د برېښنا مزي د سروبي ولسوالۍ د اوزبین په سیمه کې د ځايي خلکو له خوا پرې شوې دي.

د پنجشنبې او جمعې په ورځ د جلال اباد ښاریانو د ولایتي او مرکزي چارواکو پر ضد لاریونونونه وکړل او هغوی يې د برېښنا د مزو په بیارغونه کې په بې غورۍ تورن کړل.

دغو لاریونوالو ویل، له تېرو اتو ورځو راهیسې پر جلال اباد ښار برېښنا پرې شوې ده، خو تراوسه پورې يې ولایتي او مرکزي ادارې غم نه دی کړی.

 د سختې ګرمۍ له امله تراوسه پورې په جلال اباد ښار کې شاخوا ۴۰ تنه ماشومان جل وهلي دي

لاریونوالو ویل، چارواکي په یخو کوټو کې پراته دي او د جلال اباد ښار ماشومان له ګرمۍ جل ووهل.

بل پلو د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزی وايي، چې جلال اباد ته د راغلې برېښنا مزي د کابل ولایت اړوند د سروبي ولسوالۍ په اوزبین سیمه کې د یو شمېر اوسېدونکو له خوا پرې شوي دي.

هغه زیاتوي، ولایتي ادارې دا مسله جدي نیولې ده او مرکزي اداره يې په جریان کې اچولې ده.

همدا اوس په جلال اباد ښار کې، د حرارت درجه تر ۴۰ لوړه شوې ده. له سختې ګرمۍ نه د شپې د خلکو خوب نه شته او نن نهمه ورځ ده، چې جلال اباد ښار ته د راغلې برېښنا مزي پرې شوي دي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام