د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د کلیو پراختیایي شوراګانو ترمنځ د ۱۹۲ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۷۵ شنوخونو د جوړولو تړونونه لاسلیک شول.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني او د کلیو د پراختیایي شوراګانو د رییسانو ترمنځ د لاسلیک شوي تړونونو پر بنسټ به په بادغیس او ننګرهار ولایتونو کې د آلو ویرا د تولید په پار ۴۴ سوداګریزې شنې خونې او د بادرنګ او رومي بانجانو د کښت او تولید په پار ۲۷۵ سوداګریزې شنې خونې ـ چې هر یوه یې ۳۰۱ متر مربع پراخوالی لري ـ جوړېږي.
دغه شنې خونې د کرنې وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې له لوري جوړېږي.
پهدې ډله کې د اقلیم بدلون د ګواښونو د کچې د ټېټولو پروژې په اډانه کې د ننګرهار په شپږو ولسوالیو او جوزجان کې ۷ بابه سوداګریزې شنې خونې هم جوړېږي. د دغو ۷ شنوخونو د جوړولو ټولیز لګښت څه باندی ۴ میلیونه افغانۍ دی.
د کرنې وزارت د شمېرو لهمخې، دغه سوداګریزې شنې د کرنیزو محصولاتو کچه ۴۰۰ تر ۵۰۰ سلنه لوړولی شي.
د کرنې وزارت د مسوولانو په وینا، په شنو خونو کې د کرکېلې لګښتونه نسبت عوایدو ته ډېر کم دي او دغه راز په شنو خونو کې د ګیاوو افتونه هم نسبت نورو ته ۹۵ سلنه ټیټ شوي او دا ډول کرکېله د کوکنارو د کرکېلې تر ټولو مهم بدیل دی چې هم ښه او ډېر حاصل ورکوي او هم لږ کار او زحمت ته اړتیا لري.