نظر پوښتنه: ۷۰ سلنه خبریالان د حکومت له کارکړنې ناخوښ دي

د خبریالانو ملي ټولنې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې نظر پوښتنه کړې او پایله یې په ډکه کوي، چې حکومت له خبریالانو سره د شوي تاوتریخوالي دوسیې د پلويتوب سیاست په اډانه کې څېړلي او د خبریالانو حقونه یې تر پښو لاندې کړي.

په دې نظر پوښتنه کې د هېواد ۱۰۸۸ خبریالان پوښتل شوي دي.

د خبریالانو ملي ټولنې مشر فهیم دشتي نن (پنچ شنبه) په کابل کې خبري غونډې ته وویل، د دوی له نظر پوښتنې په ډاګه کېږي، چې د بیان ازادۍ په اړه حکومت پر خپلو ژمنو کې پاتې راغلی او د خبریالانو په خلاف د تاوتریخوالي مخه یې نه ده نیولې.

دشتي وايي، د خبریالانو پروړاندې د زور زیاتي له ۷۰۰ دوسیو څخه ۴۲۱ هغه یې څېړل شوي دي.

د خبریالانو د ملي ټولنې په نظر پوښتنه کې ۱۲ سلنه چاپي او ۸۸ سلنه برېښنايي رسنیو ګډون کړی وو، چې د رسنیزو فعالیتونو پر وړاندې امنیت نشتوالی تر ټولو لویه ستونزه بلل شوې ده.

په دې نظر پوښتنه کې ډېرې امنیتي اندېښنې په کندوز، ننګرهار، تخار او کابل کې مطرح شوي، چې له ۶۴ تر ۸۵ سلنه ګډونوالو په دغو څلورو ولایتونو کې د رسنیزو فعالیتونو په مقابل کې ناامني ستره ستونزه یاده کړې.

همدا ډول ۴۰ سلنه رسنیو د کار پر وړاندې اقتصادي ستونزې یادونه کړې او پر وینا یې په تېرو دوو کلونو کې ۳ ټلویزیوني شبکې، ۷ راډيو ګانې او ۲۰ چاپي رسنیو فعالیت بند کړی دی.

د راپورنو له مخې اوس هم لسګونه چاپي رسنۍ د رسنیزو فعالیت د جواز لغوه کولو غوښتونکي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام