د هند لومړي وزیر نرېندار مودي د افغانستان ملي شورا نوې ودانۍ د پرانیستلو په مراسمو کې وویل، چې دوی د افغان امنیتي ځواکونو د قربانیانو کورنیو ته ۵۰۰ بورسونه ورکوي.
ده وویل، چې افغانان د ټولې نړۍ له پاره قرباني ورکوي او نړۍ یې دې ته راوبلله، چې د افغانانو سره یو ځای د ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او د امنیتي ځواکونو قربانۍ ضایع نه شي.
مودي دغه څرګندونې نن ( جمعه، د ډېسمبر په ۲۵مه) د پارلمان ودانۍ په پرانیسته کې وکړې.
د دغه هېواد لومړي وزیر وویل، دی خوښ دی، چې د افغان ملت کور له پاره جوړه شوې ودانۍ افغان ولس ته ډالۍ کوي او دغه ودانۍ د افغانستان دوستۍ ته د درناوي نښه ده.
نرېندرا مودي وايي، چې افغانستان او هند اړیکې د تاریخ په څېر پخوانۍ دي او زیاته یې کړه، چې د هند له خوا په افغانستان کې د سلما بند او نور لوی او کوچني رغنیز کارونه د دوی د دوستۍ پیل دی.
د هند لومړی وزیر وویل، چې د افغانانو درد زموږ درد دی او د دوی ملګرتیا زموږ ویاړ دی.
په دغو مراسمو کې ولسمشر غني د هند دولت له مرستو څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې هندیان له موږ څخه پردي نه دي او زیاته یې کړه، چې که هر افغان وکړی د هېواد ولسمشر شي د هند سره به د افغانستان دوستي پایښت ولري.
غني وايي، چې د افغان حکومت او هندي حکومت دوستي په مشترکو منافع ولاړه ده او په دغې دوستۍ کې دواړه هېوادنه ۳ زره کلونو دوستي ته اشاره کولی شو.
ولسمشر وویل، چې د ملي شورا ودانۍ د نوې دوستۍ نښې دي او د نړۍ ولسواکي د افغانستان ولسواکي ته لاس ورکوي.
ولسمشر غني د هند هېواد له ټولو مرستو او ځانګړي ډول د ملي شورا ودانۍ له جوړولو او د درې نظامي ام ۳۵ ډوله هلیکوپترو له مرستو مننه وکړه.
اشرف غني وویل، چې افغانستان له هیڅ هېواد سره دښمني نه لري او خپل ریښتني دوستان ښه پېژني.
ملي شورا ودانۍ
د هند هېواد له خوا د افغانستان پارلمان نوې ودانۍ، د دغه هېواد په مالي او تخنیکي مرسته په ۱۵ جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده.
د دغې ودانۍ د جوړولو چارې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال په ۲۰۰۵ز کال کې پیل شوې.
د ملي شورا نوې ودانې د مشرانو جرګې او ولسي جرګې له پاره جوړه شوې، چې اوسمهال د ولسي جرګې له پاره ۲۴۹ څوکۍ په کې اېښودل شوي او ټولټال د ۳۶۰ څوکیو د اېښودلو ځای په کې په پام کې نیول شوی دی.
همدا راز د مشرانو جرګې له پاره ۱۰۲ څوکۍ په کې اېښودل شوي دي او د ۱۲۰ څوکیو د اېښودلو ظرفیت لري.
د افغانستان ملي شورا دغه ودانۍ ټولټال ۲۲۰ میلیونه ډالرو لګښت پرې شوی دی او د راتلونکو سلو کلونو له پاره یې اړتیاوې په نظر کې نیول شوي دي.