د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودي وايي، چې اوسمهال ښه او بد طالبان نه چلېږي او د دې وخت راغلی، چې باید د دوی پر ضد د نړۍ هېوادونه حتماً جنګ وکړي.
هغه زياته کړې، ښه او بد ترهګر معنا نه لري او هغه هېواد ته باید سخته سزا ورکړل شي، چې د ترهګرو ملاتړ کوي.
د هندوستان صدر اعظم بهارتي کمېټو ته د خپلې وينا پر مهال دا هم وویل، چې هندوستان د خپلو ګاونډيو هېوادونو سره د دوستانه اړيکو غوښتونکی دی او په منفي اړيکو سره به يې هېواد هيڅکله هم پرمختګ ونه کړي.
په ظاهره داسې ښکاري، چې د نريندرا مودي ټولې خبرې پاکستان ته راجع کيږي.
له دې وړاندې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزیز ويلي وو، چې دوی به په خپله خاوره کې ښه طالبان په نښه نه کړي.
د هغه اشاره هغو طالبانو ته وه، چې د پاکستان ملي ګټو ته ژمن وي، خو د سرتاج عزیز دغه خبرې د ځېنو ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي توګه د افغانستان د سياستوالو له جدي غبرګون سره مخ شوې.
که څه هم وروسته بیا د پاکستان صدراعظم نوازشریف او د هغه هېواد استخباراتي لوړ پوړو چارواکو په وار وار وویل، چې دوی به د ترهګر او طالب په نوم هر یو په خپله خاوره کې له منځه وړي، خو دغو څرګندونو بیا هم د سرتاج عزیز او نورو پاکستاني لوړپوړو چارواکو د ويناو سپيناوی ونه شوی کړی.
په ظاهره داسې ښکاري، چې د پاکستان د ملي امنيت د سلاکار خبره رښتیا ده، ځکه اوس هم هغه طالبان، چې په پاکستان کې فعالیت کوي او د اسلام اباد ګټې په کې خوندې دي؛ ازادانه تګ راتګ او خپل سياسي فعاليتونه کوي.
د ملا عمر مړينې د خبر خپرېدو څخه وروسته د کوټې شورا او ځېنو نورو طالبانو په ښکاره د پاکستان په خاوره کې ټاکنې وکړې او په پایله کې يې ملااختر منصور د امېرالمومنين په توګه اعلان کړ.
له هغه وروسته افغان حکومت هم په دې هکله جدي غبرګون وښود او ويې ويل، چې پاکستان له افغان حکومت سره د خپلو کړو وعدو خلاف عمل کوي.
ځکه پاکستان له افغان حکومت سره ژمنه کړې وه، چې د طالبانو او نورو ترهګرو ځالې به په خپل هېواد کې په نښه کړي.
د پاکستان دغه کړنه د دې لامل شوه، چې د ملي وحدت حکومت له دغه هېواد سره پر خپلو اړيکو له سره غور وکړي.
څو ورځې وړاندې د کابل شاه شهید له پېښې وروسته ولسمشر وویل، چې دغه پېښه به د افغان حکومت له پاره د عطف نقطه وي او په راتلونکو څو اونيو کې به د دغه هېواد سره د افغان حکومت د اړيکو نوې تګ لاره اعلان شي.
هغه مهال ولسمشر دا هم ویلي وو، چې افغان حکومت دا په اثبات ورسوله، چې دغه هېواد د سولې غوښتونکی دی، خو په وينا يې له پاکستان څخه تل افغانستان ته د جنګ پېغام استول شوی دی.





