د ولسي جرګې ځينې غړي وايي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پوهاوي لیک لاسليکدو مخه د ملي امنيت عمومي رییس رحمت الله نبیل مقاومت ونيوه.
د ولسي جرګې غړي وايي، چې دغه پوهای لیک دوی ته د منلو وړ نه دي او ډېر ژر به يې په اکثريتو رايو رد کړي.
د ولسي جرګې د کورني امنیت او د فاعي او ځمکنۍ بشپړتیا د کمېسیونونو ګډې غونډې ته د افغانستان د امنیت شورا سلاکارمحمد حنیف اتمراو د ملي امنیت لوی رییس رحمت الله نبیل د دې له پاره وربلل شوي وو، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د استخباراتي تفاهم لیک په اړه وکېلانوته معلومات ورکړي.
داسې وویل شول، چې محمد حنیف اتمر اوسمهال بهر ته په سفر تللی، نو له همدې امله غونډې ته نه دی حاضر شوی.
خو رحمت الله نبیل د تړلو دروازو ترشا وکېلانو ته معلومات ورکړل.
د ملي امنيت مشر ويلي، دغه پوهاوی لیک به هغه مهال دوی ته د منلو وړ او د ملي ګټو مطابق وي، چې له پنځوو پړاونو تېر شي.
د غونډې په پای کې د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون مرستیال عبدالحی اخن دزاده رسنیو ته وویل، د ملي امنیت لوی رییس دوی ته ویلي، چې دا پوهاوی لیک لاسلیک شوی نه دی، یواځې د دواړو لورو د استخباراتي ادارو د مرستیالانوله خوا په نښه شوی دی او اجرایوي واک نه لري.
هغه وايي، پوهاوی لیک هغه مهال اجرايوي بڼه غوره کوي، چې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو له لوري لاسلیک شي.
د ولسي جرګې غړې شکيبا هاشمي وویل، چې د ملي امنيت عمومي مشر د دغه پوهاوي لیک سره جدي مخالف وو او په وينا يې د نوموړي د مقاومت له امله تر اوسه لاسلیک شوی نه دی.
دغه راز د ملي امنیت د لوی ریاست له لورې د همدې موضوع به تړاو په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت په دغه هوکړه لیک کې د افغانستان د ملي ګټو او بهرني سیاست سره به همغږي په ۵ پړاونو کې وروستی کړي.

لومړی د ولسمشرله خوا د دغه هوکړه لیک د اډانې حدود ټاکل، دویم د دغه سند د متن تسوید اوکره کتنه به د دولت اړوندې ادارې د ملي امنیت لوی ریاست د بهرنیوچارو وزارت، د حکومت اجرایوي ریاست او ملي امنیت شورا د کارپوهانو له خوا ترسره کېږي او ولسمشرته ځواب ویونکي دي.
درېیم پړاو د ملي امنیت په شورا کې به د دغه هوکړه لیک پر مسوده باندې خبرې اترې وشي.
څلورم د دغه هوکړه لیک له تسوید وروسته به یې متن د ملي اجماع د رامنځته کېدو په موخه له سیاسي مشرانو، جهادي راهبرانو، او د ملي شورا له وکيلانو د هغوی د اندونو د اخیستو له پاره ورسره شریک کړي.
پنځم د څلورو پړاونو په بشپړیدو او نظرونو د ځای پرځای کولو وروسته به د هوکړه لیک متن د پاکستان دولت ته وسپارل شي.
په همدې حال کې د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې هم د دې پوهاوي لیک په اړه سناتورانو یو ځل بیا غبرګونونه په ډا ګه کړل او د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وویل، چې دا سند سناتورانو ته د منلو وړ نه دي اوباید لغوه شي.
مسلمیار وايي، چې په دې اړه یې له ولسمشر سره هم خبرې کړي دي.
دا څرکندونې په داسی حال کې کېږي، چې له څو ورځوراهیسې په هېواد کې ګڼ شمېرسیاستوالو د ملي شورا غړیو مدني ټولنو پخواني ولسمشر او د ملي امنیت پخوانیو لویو رییسانو هم له پاکستان سره د استخباراتي هوکړه لیک په اړه کلک غبرګونونه ښکاره کړل، چې په پایله کې د تیرې پجشنبې په ورځ ولسمشرله یوشمېرسیاسی مشرانو او د مجاهدینو له مشرانوسره په غونډه کې هغوی ته ډاډ ورکړ، چې دا تړون نه دی لاسلیک شوی او په دې اړه د اجرایوي ریاست لومړی مرستیال انجنیرمحمد خان هم د سلام وطنداره سره په ځانګړی مرکې کې د دې پخلی وکړ.
تردې وړاندې داسې هم ویل شوي وو، چې ګواکې د دې سند د لاسلیکولو او عملي کولو په اړه د امنیت د شورا د سلاکاراو ملي امنیت د لوی رییس ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي دي، خو وروسته بیا دواړو بنسټونو داسې ګنکوسې د اعلامیې په خپرولوسره رد کړې وې.