د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې "الراونډر" محمد نبي عیسیخیل په وروستي یو کال کې د دویم ځل لپاره د لوبڅارانو د ګمراه کولو هڅه وکړه.
نبي عیسی خیل نن د ایرلینډ خلاف په ۴ ورځنۍ لویو وچو جام سیالۍ په دویمه ورځ د لوبې په ۲۱م اور ۳م بال د دولت ځدران په توپ اچونه کې د "بالبرني "د کیچ اخیستلو ناکامه دعوه وکړه.
لوبه چې د کرکټ نړیوالی شورا په مرسته د هندوستان (ګریټر نویډا) نړیوال لوبغالي څخه په (یوټیوب) په ژوندۍ بڼه خپریږي په کې ولیدل شو چې نبي عیسی خیل د یوه غورځیدلي کیچ د نیولو دعوه کوله خو لوبڅارانو د بیټسمین په حق کې پریکړه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې دا په تیر یوه کال کې دویم ځل دی چې نبي عیسی خیل د همدې ایرلینډ د یوه لوبغاړي خلاف د سوځولو لپاره په فیلډینګ کې د بال ایسارولو او کیچ نیولو دعوه کوي.
تیرکال هم د ایرلینډ په بلفاسټ لوبغالي کې د څلورمې سیالۍ پرمهال محمد نبي عیسی ته له دې کبله د کرکټ نړیوالې شورا لخوا خبرداری ورکړل شوی وو چې د (بونډرۍ) سره د لګیدو سره ـ سره یې دعوه کوله چې بال یې له پولې ایسار کړی، خو داسې نه و او وروسته یې د میچ ریفري ډيویډ جوکس په شتون کې پړه او خبرداری ومانه.
هغه مهال د څیړنو وروسته جوته شوې وه، چې بال له بونډرۍ ایسار شوی وو چې پخپله نبي عیسی خیل له بونډرۍ سره لګیدلی وو چې قانونا څلوریزه شمیرل کیږي د نبي عیسی خیل د لوبڅارانو د ۲ ځلې پوښتنو سره سره ویلي وو چې بال یې له بونډرۍ ایسار کړی او څلوریزه نهده چې لوبڅارانو هم د نبي عیسی خیل پر ټينګار ایډي جویس سوځیدلی اعلان کړ.
د نبي عیسی خیل د دغې دعوې له مخې ایرلینډي لوبغاړي ایډي جویس چې فکر یې کاوه بال څلوریزه شوی د درېیمې منډې په هڅه کې په ۱۲ رنزونو په منډه کې سوځیدلی وو او ایرلینډ ماته خوړلې وه.
پخپله په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان او یو شمیر کرکټ مینه والو او کارپوهانو لخوا د مشهوره افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل دا خیر سپورټي کړنه غندل شوې ده.
ویل کیږي چې ښايي د لوبې ریفري لخوا دا ځل نبي عیسی خیل د لوبڅارانو د ګمراه کولو هڅي پایله کې د تیر ځل خبرداري په پرتله سخته سزا وویني چې افغان لوبډلې ته به په داسې حال کې چې د بشپړ غړیتوب لپاره هڅه کوي ښه زیری نه دی.
خو د افغانستان کرکټ بورډ مطبوعاتي مسوول عزیزغروال سلام وطندار ته وویل، چی د نبي عیسی خیل د نننۍ پېښې په اړه به نن ماښام د لوبې لوبڅاران افغان کرکټ بورډ سره په دې اړه خپل رسمي راپور شریک کړي.