ناټو: هیڅکله به په افغانستان کې جنګي ماموریت بیا پېل نه‌کړو

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې دوی غواړي په خپله نننۍ غونډه کې دوو نتیجو ته ورسيږي.

سټولټنبرګ زیاته کړه، چې په افغانستان کې د دوی جنګي ماموریت پای ته رسیدلی او نور نه‌غواړي د افغانستان په جنګي ماموریت کې ګډون وکړي.

ده د ناټو ناستې نننۍ غونډې دویمې نتیجي په اړه وویل، چې دوی غواړي افغان امنیتي ځواکونو د لا ظرفیت لوړونې په برخه کې کار او روزنه ورکړي، ترڅو وکولای شي له وسله‌والو طالبانو، داعش او نورو ترهګرو ډلو سره جدي مبارزه وکړي.

همدارنګه د ناټو عمومي منشي دا هم وویل، چې د افغانستان اوسنی امنیتي حالت د اندېښنې وړ دی او پر وینا يې، دغه هېواد د امنیت له پلوه زیات خوندي نه‌دی، خو زیاته يې کړه چې دوی له تېرو څو کلونو راهیسې د وضعیت ښه کېدا په برخه کې لاسته‌راوړنې لري او په افغانستان کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

هغه روسيې ته په اشارې سره وویل، چې دوی به روسيې ته توجه وکړي او له دغه هېواد سره د خبرو اترو له لارې مخکې ځي.

په پام کې ده، چې د ناټو په نننۍ ناسته کې د ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې خبرې وشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام