د ناټو سازمان د یوه ټویټ له لارې په افغانستان کې درې د درې ورځني اوربند هرکلی کړی دی.
ناټو ویلي، په داسې حال کې چې د سولې خبرې اترې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره روانې دي، اوربند کول یو مهم ګام بلل کېږي. ناټو هیلهمندي ښودلې چې دا اوبند د بینالافغاني خبرواترو لپاره لار هواره کړي.
په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې استازولۍ هم د یوه ټویټ له لارې د اوربند هرکلی کړی او ويلي یې دي چې دواړه لوري باید دا مانا لرونکی سمبول په یوه تاریخي سمبول بدل کړي. اروپايي اتحادیې د اختر په ورځو کې درې ورځنی اوربند د تاوتریخوالي کموالي او سولې خبرواترو لپاره یو ښه فرصت بللی دی.
د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه ټویټ کې د دولت او طالبانو له لوري د درې ورځني اوربند هرکلی کړی دی.
نوموړي لیکلي، تمه لري چې راتلونکی اختر د افغانانو ترمنځ د تفاهم او درناوي لامل شي او سولې ته یې یو ګام نږدې کړي.
هغه لیکلي: «زه، مېلر او سفیر وېلسن د لوی اختر په مناسبت د افغانستان خلکو ته د سولې په فضا کې رخصتي غواړو. لوی اختر د خیرغوښتنې او همکارۍ وخت دی.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما هم د دولت او طالب ډلې ترمنځ د درې ورځني اوربند هرکلی کړی او ویلي یې دي، دغه سازمان تمه لري چې د بندیانو په خوشې کېدو او د تاوتریخوالي په کموالي سره بینالافغاني خبرې اترې پیل شي.
طالبانو پرون ماښام په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې دې ډلې د اختر په درې ورځو کې اوربند اعلان کړی دی.
طالب ډلې له خپلو جنګیالیو او حکومت پلویو ځواکونو او کسانو نه غوښتي وو چې د اوربند پر مهال د یو او بل تر واکمنۍ لاندې سیمو ته له تللو ډډه وکړي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د طالبانو له لوري د اوربند تر اعلان څو ساعته وروسته د یوه ټویټ له لارې دا یو مثبت ګام وباله او زیاته یې کړه چې ولسمشر محمداشرف غني هم ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر کړی چې د اختر په درې ورځو کې اوربند په پام کې ونیسي.
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، تر هغه چې د طالبانو له لوري اوربند مات نه شي، د یادې ډلې پر وړاندې به هېڅ ډول عملیات و نه کړي.