ناټو: نه پرېږدو، چې افغانستان د ترهګرو په پټن ځای بدل شي

د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډه نن چهار شنبه د (فېبرورۍ په ۱۵مه) او سبا ورځ (پنج شنبه) په بروکسل کې دوام کوي.

په دې غونډه کې به د نړۍ او په ځانګړې توګه د افغانستان په امنیتي وضعیت خبرې اترې او بحث وشي.

د ناټو سازمان سرمنشي وايي، د ترهګریزو ډلو سره د جګړې کولو او افغانستان د ترهګرو په پټن ځای د بدلېدو مخنیوي له پاره په دغه هېواد کې پاتې کېږي.

د ناټو سازمان سرمنشي ینس استولتنبرک د بروکسل په ډې ناسته کې وویل، د داعش پر خلاف جکړه کې افغانستان او عراق سره مرسته کوي او نوي راپورته کېدونکي ګواښونه له منځه وړي.

خو بل خوا بیا د پوځي چارو کارپوهان وايي، تر څو کې د ناټو غړو هېوادونو په ناسته کې افغانستان ته رول ورنه کړل شي دا ناستې د افغانستان امنیتي وضعیت ته هېڅ ګټه نه لري.

د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل سلام وطندار ته وویل، که ناټو سازمان غواړي، چې په افغانستان کې یې موجودیت موثر وي؛ نو په خپلو پرېکړو کې دې افغانستان ته ډېره برخه وکړي.

امرخېل په افغانستان کې د ناټو اطلاعاتي برخې فعالول د ترهګرو ډلو د ځپلو او له وضعیت د ښه درک له پاره مهم بولي.

خو د پوځي چارو یو بل کارپوه عزیز الله پیلوټ وايي، ناټو سازمان په دې ناستې سره د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د نظامي تعادل رامنځته کولو په هڅه کې دي.

د پیلوټ په خبره، افغانستان ته د نورو عسکرو رالېږل ښيي، چې جګړه به نور هم زور واخلي او ناټو سازمان به د افغان امنیتي ځواکونو په اړه نوره هم پاملرنه زیاته کړي.

په همدې حال کې د ناټو سرمنشي ډاډ ورکوي، چې د دې سازمان په منځ کې به د اهدافو ترلاسه کولو له پاره یو اطلاعتي برخه هم جوړه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام