په هېواد کې د شمالي اتلانتیک (ناټو) مسوولین وايي، چې د افغانستان د امنیت ټينګښت له پاره به هیڅ راز مرستې او هڅې و نه سپموي.
دوی زیاتوي، هیڅکله به هم ترهګرو ته دا اجازه ور نه کړي، چې افغانستان په خپلو پټنځایونو بدل کړي.
په افغانستان کې د ناټو سازمان ویاند کارول پارانیک له سلام وطندار سره د ځانګړو خبرو اترو پر مهال وویل، چې ناامني یوازې په افغانستان کې منحصر نه ده او د یو ټولیز ګواښ په توګه به د دغې ناوړې ښکارندې پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.
پارانیک زیاتوي، دوی به د وارسا په ناسته کې له ناټو غړو هېوادونو وغواړي، چې په راتلونکي کې هم له افغانستان سره خپلې مرستې جاري وساتي.
ناټو ځواکونه اوسمهال افغان ځواکونو ته مشورې ورکوي او د یو همکار په صفت يې ملاتړ کوي.
د نوموړي پر وینا، له افغان امنیتي ځواکونو سره مالي مرستې او همدارنګه د اصلاحاتو، روڼوالي، د فساد ورکولو، اقتصادي پرمختګ، په سیاسي او نظامي برخو کې د ښځو له ګډونه ملاتړ او د ماشومانو د ساتنې په برخه کې اقدامات به د دوی نورې غوښتنې وي، چې د وارسا په ناسته کې يې مطرح کړي.
د ناټو د ویاند پر وینا، د افغان حکومت له لوري په امنیتي سکټورونو کې ګومارنې په افغانستان کې د امنیت د ښه کېدا لامل شوي.
هغه وايي، د افغان ځانګړو ځواکونو عملیات کولی شو، چې د افغانستان د روښانه راتلونکي او امنیت له پاره يوه ښه بېلګه په ګوته کړو.
پارانیاک زیاته کړه، چې افغان ځواکونه له بهرنیو ځواکونو سره په همغږي له دفاعي حالته تهاجمي بڼه غوره کړې او دا يې د پرمختګ او وړتیا ښکاروندويي کوي.
هغه وايي، چې له ۲۰۱۵ م ز کال وروسته افغان امنیتي ځواکونو د هېواد د ټولو برخو امنیتي مسوولیتونه پر غاړه واخیسته او اوس يې ډېر پرمختګونه کړي دي.
د ناټو ویاند ټينګار کوي، چې دغه سازمان به افغانستان د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې يوازې نه پريږدي او د پخوا نه لا زیات به د دغه هېواد ټينګ ملاتړ وکړي.
د ناټو ویاند په داسې حال کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ټينګ ملاتړ خبر ورکوي، چې په پام کې ده د جولای په ۸م او ۹م کې د پولنډ په وارسا کې د ناټو غړو هېوادونو ناسته وشي.