د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ د شمالي اتلانتيک شورا غونډې په پای کې ټينګار کړی چې په عراق کې د ناټو د کارکوونکيو امنيت په لومړيتوب کې ځای لري او په دې ورځو کې په لنډمهالې توګه د دوی د روزنې فعاليت ځنډول شوی دی.
د سټولټنبرګ په وينا، د حالاتو د ښه کېدو پر مهال به بېرته د روزنې او د ظرفيت جوړونې فعاليتونه پيل کړي او ياد سازمان به له تروريزم سره د مبارزې په برخه کې ژمن پاتې کېږي.
اوسمهال د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په يوه ټيليفوني اړيکه کې له ناټو غوښتي چې د منځني ختيځ په مسايلو کې ډېره دخيل اوسي.
دواړو لوريو هوکړه کړې چې ناټو کولای شي په منځني ختيځ کې ثبات راولي او له تروريزم سره د مبارزې په برخه کې همکاري وکړي.
په همدې حال کې د بهرنیو چارو سرپرست وزير ادريس زمان د ګډو ګټو هېوادونو په چارو او د جنوبي اسيا او نړيواله ټولنه کې د برېتانيا د بهرنيو چارو له وزير سره په ټيليفوني اړيکه کې په سيمه کې د وروستيو فشارونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دواړو لوريو ټينګار کړی چې سيمه کې وضعيت بحراني دی او د وضعيت ښه والي لپاره بايد کار وشي، ترڅو افغانستان دې له هر ډول منفي تاثير نه لرې پاتې شي.