د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی نېکولاس کې وایي، ده، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر او د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د شمالي اتلانتیک تړون یا ناټو سازمان په غونډه کې ګډون کړی وو.
د نوموړي په وینا، خلیلزاد د ناټو متحدانو ته له طالبانو سره د هوکړې کولو لپاره د تازه جزیاتو په اړه معلومات شریک کړل او د ناټو متحدانو هم د خلیلزاد د هڅو ملاتړ وکړ.
په همدې حال کې د افغان سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري هم رسنیو ته ویلي چې د سولې په برخه کې د نړیوالو شریکانو، په ځانګړې توګه د ناټو سازمان هڅې د قدر وړ دي.
نوموړې زیاته کړې، د سولی په بېلابېلو پړاوونو کې د ناټو او نړیوالو متحدانو ژمنې او همکارۍ کولای شي افغانستان تلپاتې سولې ته ورسوي.
داسې راپورونه هم خپاره شوي چې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر په ملتیا به زلمی خلیلزاد د ناټو سازمان له غونډې وروسته پاکستان او افغانستان ته هم سفر وکړي.
اړوند مطالب:
له طالبانو سره د مېلر لیدنه بېپایلې وه
ولسمشر: د بهرنیو ځواکونو د وتلو مذاکرات دې د طالبانو پر ځای له حکومت سره وشي
غني په داووس کې؛ په قطر کې د طالبانو رهبران په پانګهوالو بدل شوي