ناټو: افغان سياسيون دې له اختلافه لاس واخلي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له افغان سياسيونو غواړي چې له اختلافه لاس واخلي تر څو د سولې په اړه بين‌الافغاني خبرو اترو ته لار هواره شي.

سټولټنبرګ نن د ياد سازمان د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وويل چې د افغانستان سياسي وضعيت د اندېښنې وړ دی او افغان سياسيون بايد ستونزې حل کړي.

نوموړی وايي چې د ناټو ځواکونو وتل د طالبانو ژمنې پورې تړلي دي او دا پروسه به مسوولانه پرمخ ځي.

د ناټو سرمنشي وايي، اوس پر دې کار کوي چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر له ۱۶۰۰۰ زرو نه شاوخوا ۱۲۰۰۰ ته راکم کړي او په وینا یې، په دغه شمېر سرتېریو سره کولی شي خپل ماموریت وساتي.

نوموړی ټينګار کوي چې طالبان د جګړې له لارې بريا ته نه‌شي رسېدلای او بايد پوه شي چې تر ټولو غوره لاره  د بين‌الافغاني خبرې کول دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ طالبانو ته بين‌الافغاني خبرې وروستی چانس ياد کړ او ويې ويل چې ياد سازمان دې ته په تمه دی چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

نوموړي د افغانستان سياسي وضعيت د اندېښنې وړ وباله او ويې ويل چې دا سازمان د افغانستان د سولې يوه برخه ده او دوی غواړي چې د افغان سولې واک د افغانانو دی.

سټولټنبرګ يو ځل بيا افغان امنيتي ځواکونو سره د خپلو روزنو او سلامشورو د ورکړې پر دوام ټينګار وکړ او ويې ويل چې د ياد سازمان شرایطو ته په کتو افغانستان سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ياد سازمان غونډه د کورونا ويروس له وېرې په ژوندۍ بڼه ترسره شوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام