ناټو: افغانستان دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي

 

د ناټو لوی منشي ینس ستولتنبرګ وايي، افغان حکومت له خپلو نویو ژمنو سره وکولی شو، چې د ناټو غړو هیوادونو ملاټر لاسته راوړي.

د ناټو لوی منشي ستولتنبرګ وارسا کې د ناټو غړو هیوادونو مشرانو غونډې ته وویل، چې د بشري حقونو، اداري فساد سره مبارزې، ټاکنیز سمون، سولې او امنیت په برخه کې د افغان دولت هڅې کافي نه دي.

د ناټو لوی منشي زیاته کړه، په حکومت کې سمون راوستل، له بشري حقونو او وینا ازادي ملاټر، د ښځو او ماشومانو حقونو خوندیتوب او په ټاکنیز نظام کې سمون په وارسا غونډه کې د افغان حکومت نوې ژمنې دي.

د ناټو لوی منشي د افغان حکومت له مشرانو وغوښتل، چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

« په دې غونده کې  د ملي یوالي حکومت مشرانو ژمني جوتې دي خو عملي کیدل يې اسانه نه دي، ځکه چې افغان حکومت له زیاتو ستونزو سره مخ دی او باید د حکومت مشران په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.»

په ورته وخت کې اجرایوې رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وارسا غونډه کې ویلي، چې افغان حکومت د ټاکنیز سمون، ښځو او ماشومانو حقونو ملاټر او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې هغه کارونه چې کړي بسنه نه کوي.

د عبدالله پر وینا، د ټاکنیز سمون په برخه کې تراوسه د حکومت کړنې جنجالي وې، خو دا ځل د اساسي قانون په رڼا کې دوی بله ټاکنه ازمايي.

له دې ټولو سره سره، عبدالله زیاته کړه، که څه هم حکومت د فساد له منځه وړلو، ترهګرۍ او سمون راوستلو په برخه کې له ستونزو سره مخ دی، خو بیاهم هڅه کوي چې ولس او د نړۍ هیوادونه راضي کړي.

د اجرایوي رییس پر خبره، افغانستان په بد حالت کې دی او د نړیوالې ټولنې دوامداره مرستو ته اړتیا لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام