نامسوولو وسله‌‌والو په تخار کې پر یوې ښځې جنسي تېری کړی

د تخار د ینګې‌کلا ولسوالۍ د جندک کلي ۲۷ کلنه اوسېدونکي فریده وايي چې دوې شپې مخکې د دې کور ته د ولسي پاڅونوالو مشر ملک تاتار وسله‌والو کسان ورغلل او پر دې جنسي تېری وکړ.

دا چې ځان د فریدې په مستعار نامه ځان راپېژني وايي، دوه نفره یې کور ته ورننوتل، یو پر دې حمله وکړه او بل یې هڅه کوله چې د دې پر ۱۲ کلنې لور جنسي تېری وکړي؛ خو بریالی نه‌شو.

د دې د کورنۍ د نورو غړیو په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

فریده وايي، پرون چې کله ځايي ادارې ته د شکایت ثبتولو له‌پاره ورغله؛ د انور قزیل، میر، زمان او استاد حفیظ له لوري په لغتو ـ لغتو ووهل شوه. د دې په وینا، هغه څوک چې په‌دې یې برید کړی؛ نه پېژني؛ خو د زمان په نامه شخص یې پېژندلی چې د دې پر لور یې د جنسي تېري هڅه کوله.

نوموړې وايي، د وسله‌والو له‌خوا ګواښل شوې او خپل کورته نه‌شي ورګرځېدلی.

د تخار ولایت د ښځو چارو رییسه رزم ارا حواش سلام‌وطندار ته وویل، مېرمن فریده دوی ته عارضه شوې‌ده او ادعا یې کړې چې تجاوز پرې شوی او وسله‌والو سخته ډبولې ده.

د ینګي‌‌کلا ولسوالۍ د پاڅونوالو قوماندان ملک تاتار وايي، په‌د‌ې پورې اړوند شوي کسان هېڅ نه‌ پېژني.

د راپورونو له‌مخې، په ورته وخت کې د تالقانو ښار په اختراباد کلي کې یو سړي خپله مېرمن په تبر او څټک وهلې ده. پولیس وايي، مېړه یې له طالبانو سره یوځای شوی او دغه مېرمن اوس‌مهال د کندوز په روغتون کې بستر ده.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام