نامسووله وسله‌والو د بدخشان ـ تخار پر لویه لار مسافر وهلي

د تخار ولایت د کلګفان ولسوالي اوسېدونکیو او د قوماندان برزو نامسووله وسله‌والو نن د بدخشان ـ تخار لویه لار په یاده ولسوالي کې وتړله چې له کبله یې د مسافرو سلګونه موټر د لارې دواړو خواوو ته بند پاتې شول.

هغو کسانو چې غوښتل له یادې ولسوالي نه پلي تېر شي، د قوماندان برزو د نامسووله وسله‌والو له لوري سخت وهل شوي دي.

شفیق او مجیب چې د بدخشان اوسېدونکي دي او له یادې لارې تېرېدل، سلام‌وطندار ته وویل چې وسله‌والو د څو مسافرو لاس او پښې پرې مات کړل او ټول مسافران څو ساعته د وسله‌والو په لاس کې وو.

اعتراض کوونکي او نامسووله وسله‌وال چې د بدخشان عمومي لار یې تړلې وه، په یاده ولسوالي کې د سیف‌الله په نوم د یوه بل نامسووله وسله‌وال د نیولو غوښتنه کوله.

د ځايي مسوولانو په وینا، د سیف‌الدین کسانو چې د حزب اسلامي مخکینی غړی و، تېره ورځ د کلفګان ولسوالي په چهارتوت سیمه کې د قوماندان برزو پر کسانو برید وکړ چې له کبله یې د قوماندان برزو ۵ کسان ټپیان شول او یوه ښځه چې د سیمې اوسېدونکې وه، ووژل شوه.

اړوند مطالب:

تخار کې د نامسووله وسله‌والو نښتې

د تخار په کلفګان کې خلکو د افغان‌بېسیم د مخابراتي شبکې فعالیت بند کړ

طالبانو په سرپل او تخار کې ۱۸ ښوونځي تړلي

د کلفګان ولسوال وايي، قوماندان برزو هم په یاده ولسوالي کې نامسووله وسله‌وال دی او شاوخوا ۱۰۰ نامسووله وسله‌وال چې نن یې د تخار ـ بدخشان لویه لار تړلې وه، د نوموړي کسان دي.

په همدې حال کې د تخار د امنیه قومانداني ویاند خلیل اسیر وايي، ډېر شمېر نامسووله وسله‌وال د معترضانو په ډله کې وو او د بدخشان ۳ اوسېدونکي یې وهلي هم دي.

د تخار ـ بدخشان لویه لار له څو ساعتونو بندېدو وروسته نن غرمه خلاصه شوه.

که څه هم کلفګان ولسوالي د تخار ولایت نسبتاً امن ولسوالي ده، خو نامسووله وسله‌والو په وروستیو میاشتو کې په یاده ولسوالي کې خپل فعالیتونه ډېر کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام