د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ د میرزا کلا په یوه ګوښه کې په پاخه ډول جوړشوي کور، چې دېوالونه یې نه زیات هسک او نه هم ټیټ دي؛ لویه اوسپنیزه دروازه یې د کورمخې کوڅې ته را ماته ده، خو له دننه لوري په وژل شویو کوربانو پسې تړل شوې ده.
د کور، کلي او مالت خلک هر یو یې په دې هڅه کې دي، چې ژر دغه تړلې دروازې پرانیزي؛ لنډه دا چې د کور لویې دروازې پسې اچول شوي کلوپونه ماتیږي، د کلي او مالت خلک کور ته ور دننه کیږي.
خلک بېرته په کوکو او چغارو راوځي؛ ګوندې په دغه کور کې جوړه شوې کربلا ده.
دا د یوسف په نوم د یوکس کور دی، چې د سیمې خلکو په وینا د وړمې شپې میلمنو له لوري په بې رحمه ډول وژل شوي.
په وژل شویو کې پخپله یوسف، دهغه ښځه، مور یې، څلور لوڼې او یو زوی یې تومانچې په ډزو ویشتل شوي دي.
په وژل شویو کې د یوسف هغه ماشوم هم وژل شوی و، چې په هماغه شپه یې په خوږ او نازنیو خبرو د خدای دوست په څېره کې راغلیو تورو بلاو ته ویلي " کاکا جانه ستړی مه شئ، ډوډۍ مې راوړې اوبه درته واچوم."
نارحمه دیوانو د دغه ماشوم د وژلو په وخت کې د ده، د هغه ماشوم میلمه پالنې هم رحم را نه وست.
په دا بله ورځ د یوسف له کوره د غم غبرګې جنازې را ووتلې او ټول کلی، خلک او ان اسمان ژړل.
د یوسف وړو ماشومانو د کلي هغه ماشومان چې لوبې به یې ورسره کولې هم تنها پرېښودل.
په ورته وخت کې د ننګرهار والي سیلم کندزی وايي خلک پر دغو وژنو اته څلوېښت ساعته وروسته خبر شوي دي.
د ده په خبره، کله چې روغتون ته جسدونه ور وړل کېږي؛ معلومېږي، چې په دوی دوه ورځې تېرې شوي.
یوسف اصلا دپکتیا اوسېدونکی و، خو له تېرو پنځو کلونو راهیسې د ننګرهار ولایت په روداتو کې استوګن و.
صبور چې دوژل شوي یوسف ګاونډی دی سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې لس بجې له پېښې خبر شو، دروازه له بهره خوا کلپ وې او څوک نه پوهېدل چې پېښه څنګه او څه وخت رامنځته شوې.
همدا ډول باطن شاه وايي، چې یوسف او کورنۍ یې درې ورځې مخکې وژل شوي او معلومه نه ده، چې دغه پېښه د اول ځل له پاره چا ولیده.
د ده په خبره، د کور کلپ د حکومت له خوا مات شو.
د یوسف ګاونډیان وايي، چې یوسف مزدورې کوله او د چا په چارو کې کار نه لرلو.
تراوسه د دغې پېښې اصلي عاملین معلوم نه دي نه دي، خو د ننګرهار چارواکي وايي، د دوی لومړني معلومات ښيي، چې په یاده پېښه کې د یوسف د خپلوانو لاس دی.
د ننګرهار ولایتي اداره وایي، په دغه تور یې دوه تنه نیولي، چې څېړنې ترې روانې دي.
په ورته وخت کې دغه پېښه په ټولنیزو پاڼو کې هم په کلکو ټوکو غندل شوې ده.
پر ټولنیزو پاڼو خپاره شوي پیغامونه ترډېره د کشفي او امنیتي ادارو پرناغېړۍ او د دغه پېښې پر وحشت او ظلم څرخېدلي.
د ټولنیزې پاڼې یوه کاروونکي پرخپله پاڼه داسې لیکي دي:
"دغه معصومې به څو واره درته مسکۍ شوي وي، دوی به فکر کاوه چې ګوندې په غېږ کې به یې ونیسي ، خو تا یې پر تنکیو وجودونو د توپانچې ګولۍ ور وویشتې اه! ته دومره هم خجالت نه شوې چې د جنت د غه بلبلې په کومه ګنا ولې؟
ای ظالمه! خپل اولاد دې هم زړه ته ونه درېده، چې که کوم بل څوک یې پرسر توپانچه کېږي، څه احساس به وکړئ!
خو خیر، ته د انسانیت له پولو اوښتی ظالم یې !".