د هسپانیې مخکې او مشهورې فوټبال لوبدلې بارسلونا بیګا شپه د (نیوکمپ) فوټبال لوبغالي د خپل پخواني روزونکي پیپ ګارډیولا له پاره جهنم وګرځاوه.
د نړېوالو رسنيو د راپور له مخې، بارسلونا فوټبال کلب انګلستانۍ مانچسټر یونایټیډ لوبډله د ګولونو څخه په ډکه لوبه کې ۴ د ۰ ګول په وړاندې له سترې ماتې سره مخ کړه، چې د اروپا فوټبال کلپونو په تاریخ کی د یادې لوبډلې ترټولو ستره ماتې وشمیرل شوه.
بارسلونا په دې بهترینې لوبې سره نه یواځې سیاله لوبډله له ماتې سره مخ کړه ترڅنګ یې د خپل پخواني روزونکي ګارډیالو هم بدترینه میلمستیا وکړه.
پیپ ګارډیولا، چې څو کاله وړاندې تر ۲۰۱۲ م ز کال پورې د بارسلونا فوټبال لوبډلې روزونکی وو اوسمهال د انګلستانۍ مانچسټرسیټي لوبډلې روزنه په غاړه لري.
په سیالۍ کې د بارسلونا لوبډلې په ګټه له ټپونو څخه روغ شوي لیونیل میسي هیټریک ۳ ګولونه ووهل او په دې سره د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شو.
دغه راز ارجنټاینی لیونیل میسي د اروپا فوټبال کلپونو سیالیو په تاریخ کې د ۴۹ ګولونو وهونکی لوبغاړی (راوول) شاته کړ او لومړی لوبغاړی شو، چې په خپل کوربتوب سیالیو کې د بارسلونا په ګټه زیات ۵۰ ګولونو ترسره کوي.
همدارنګه لیونیل میسي په خپلو وروستیو ۸ چمپینز لیګ سیالیو کې ۱۰ ګولونه هم ترسره کړي دي.
د بیګا شپې( اکټوبر۱۹مه) په سیالۍ کې مانچسټرسیټي لوبډله په ۱۰ لوبغاړو سره ولوبیده، چې ګول ساتوونکي ته یې د غلطۍ له کبله (سور) کارت ورکړل شو او له سیالۍ وویستل شو، خو دلوبې د پای ۱۵ دقیقې وړاندې هم د بارسلونا لوبډلې یو لوبغاړی د ۲ زیړ کارتونو په اخیستلو له سیالۍ وویستل شو.
بارسلونا په سترې بریا سره دروانو سیالیو په (سي) ګروپ کی په لومړي مقام کی پاتی شوه او له مانچسټرسیټي سره یی د امتیازونو توپیر۵ ته وغځاوه.
دیادونې وړ ده چې د پخواني روزونکي ګارډیولا په روزنه کی بارسلونا فوټبال لوبډلې ۱۴ اتلولۍ ګټلی وی خو دنورو لوبډلو په روزنه کی یی تراوسه په ۳ سیالیو کې د بارسلونا لوبډلې لخوا ۹ ګولونه خوړلي دي.
پیپ ګارډیولا له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال دالماني مخکښه فوټبال کلب بایرن مونیخ روزنه هم ترسره کړیده او سږ کال له انګلستاني فوټبال کلب مانچسټرسیټي سره یوځای شو.