د میدان وردګو ولایت چارواکي وايي، چې تېره ورځ یو شمېر وسله والو کسانو د میدان وردګو د دایمیر داد ولسوالۍ له سفرخېلو او شېرتوغي کلیو څخه ۱۲ کسان تښتولي دي.
د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمان منګل سلام وطندار ته د دغه خبر د پخلي ترڅنګ زیاته کړه، چې تښتولي شویو کسانو کې یو شمېر قومي مشران هم شامل دي.
منګل زیاته کړه، د تښتول شویو کسانو د خلاصون په موخه د قومي مشرانو ولایتي شورا او د دایمیر داد ولسوالۍ د اوسېدونکيو هڅې روانې دي.
هغه زیاته کړه، تراوسه پورې له یادو کسانو څخه ۶ تنه ازاد شوي او ۶ کسان لا هم له وسله والو سره اسیران دي.
ده ونه ویل، چې دا کسان وسله والو په خپله پرېښې دي او که د قومي مشرانو په منځګړيتوب راخوشې شوې دي.
د والي ویاند وايي، چې ولایتي ادارې د ټولو تښتول شویو ملکي وګړیو د خلاصولو په موخه پوځي عملیات نه، بلکې د ولسي وګړیو او ولایتي شورا له لارې هڅې پيل کړې دي او تر اوسه پورې تښتول شوي اشخاص ژوندي دي.
بل خوا د میدان وردګو امنیه قوماندانۍ یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي؛ سلام وطندار ته وویل، چې تښتول شوي کسان په دې تور له کورنو ویستل شوي، چې ګواکي له دولت سره همکاري لري.
هغه همداراز زیاته کړه، چې تښتول شوي کسان اوس هم د دایمیرداد ولسوالۍ په هغه سیمه کې موقعیت لرې چې ډېرې سیمې یې د وسله والو په ولکه کې دي.
په دې اړه تراوسه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.
پخوا له دې د کابل – کندوز، بدخشان – کندوز او کابل – زابل پر لویو لارو د وسله والو طالبانو او مخپټو کسانو له خوا عام وګړي تښتول شوي او برمته شوي، چې له څه مودې وروسته یې کم وګړي ژوندي د تبادلې او امتیازاتو په بدل کې راخوشې شوي.