د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د پوځ رییس کنت مکېنزي پرون «د سپن سټراټېژي ډلې» په یوه ویډیويي غونډه کې ویلي چې امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړهلیک له مخې، په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته را کم کړی دی.
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي ویلي چې د یاد هوکړهلیک له مخې، امریکا د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې پورې د خپلو ټولو ځواکونو را اېستلو ته ژمنه ده، خو ټینګار یې کړی چې د دې ژمنې عملي کول د طالبانو له اقداماتو سره تړلي دي.
نوموړي ویلي: «داسې شرایط باید برابر شي چې له افغانستانه پر موږ د برید نه کېدو ډاډ راکړي. طالبان دا کار نه کوي، خو القاعده او داعش یې کوي.»
القاعدې د طالبانو واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې اډې لرلې. د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک له مخې چې تېر کال په دوحه کې لاسلیک شو، طالبانو ژمنه کړې چې له افغانستانه به پر امریکا برید نه کېږي.
مکېنزي ویلي، «اوس په دې اړه قضاوت نه شي کولای او طالبان به تر خپل څار لاندې ونیسي. طالبانو تر اوسه دا موضوع نه ده ثابته کړې. د دغه کار لپاره فرصت شته، خو هره ورځ محدودېږي.»
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک له مخې چې د تېر کال په کب میاشت کې لاسلیک شو، امریکا به تر څلورو میاشتو، یعنې د جولای میاشتې تر نیمايي پورې د خپلو ځواکونو شمېر له شاوخوا ۱۲ زرو نه ۸۶۰۰ ته او تر ۱۴ میاشتو پورې به هم خپل ټول ځواکونه له افغانستان وباسي.
بلهخوا د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې چې د افغان چارواکو او اروپايي او اسیايي ډيپلوماټانو له قوله یې لیکلي چې لوېدیځوال د افغان حکومت د هغه دریځ ملاتړ کوي چې نه غواړي هغه سلګونه طالبان خوشې کړي چې له تاوتریخوالي په ډکو بریدونو کې لاس لري.
یوه اروپايي ډیپلوماټ چې نه دي یې غوښتي نوم یې یاد شي، رویټرز ته ویلي چې د یو شمېر خطرناکو جنګیالیو نومونه په دغه نوملړ کې شته او خوشې کول به یې د سرو کرښو ماتول وي.
خو د طالبانو ویاند ذبېحالله مجاهد رویټرز ته ویلي: «دا ډول کسان د طالب بندیانو په ډله کې نشته او د کابل دولت له دې موضوع نه د سولې پر وړاندې د خنډ جوړولو لپاره د یوې بهانې په توګه کار اخلي.»