د شبرغان – مزارشریف پر لاره تلونکیو موټرچلوونکیو سلام وطندار ته وویل چې امنیتي ځواکونه ترې د شبرغان ښار کمربند سلطانکوټ کې باج اخلي.
د دوی په وینا، هغه موټرچلوونکي چې پیسې نهورکوي؛ وهي یې او ورسته موټرچلوونکي تورنوي چې د سرتېري وسلې ته یې لاس اچولی او د هغوی د یونیفورم سپکاوی یې کړی.
د شبرغان – مزار شریف پر لار تلونکيو چلوونکيو خیر الله او اسدالله وايي چې خپلسري پولیس د دوی له هر موټر نه له ۱۰۰ شروع تر ۵۰۰ افغانیو اخلي.
د جوزجان یو قومي مشر عبدالحمید صمیم وایي، د سم مدیریت نهشتوالي له امله د دولتي ځواکونونو په شمول هر څوک باج اخلي او دا هغه ناقانونه چاره ده چې د افغان امنیتي ځواکونو باور او مینه د خلکو په زړونو کې کمولی شي.
د جوزجان مرستیال والي عبدالرحمان محمودي سلام وطندار ته وویل چې کمربندونو کې د باجاخېستلو په اړه باید امنیتي ځواکونه ځواب ووایي او هغو کسانو ته سخته سزا ورکړي چې دغه کار ته لاس اچوي.
پهدې اړه مو د جوزجان امنیتي مسوولانو لیدلوري د اخېستلو هڅه هم وکړه؛ خو له هڅو سره ـ سره بیا هم خبرو ته چمتو نهشول.