مکالمه یوازې د خبرو هغه فردي یا ظاهري رویه نه شو بللی چې د اظهار په ارتباط يې د یو چا په خبرو کې درک کړو. بلکې په صریحه معنا مکالمه د فکر او اظهار هغه مجموعي ډیالوګ دی چې د انسانانو ترمنځ د افهام او تفهم پروسه پرمخ بیايي او یا هم په دقیقه معنا مکالمه یو ډول د راوداری نوم دی. د زغم نوم دی. د انسان د متقابل چلند د درنښت او احترام نوم دی. یوازې د خبرو هغه ټولنیز طرز چې مکالمه يې بولو. که يې په اړه د مکالمې همدا پورته دقیقه معنا په پام کې ونه نیسو. بویه مکالمه دې يې ونه ګڼو. هغه خلک او ټولنه لکه ( پښتانه ) چې د مکالمې عمومي کلچر يې د علم، فکر،عقل، پوهې او استدلال پرځای احساساتو،ښکنځلو او جذباتو ځای پکې نیولی وي. دوی په اصل کې د ځان د معرفت او د ژوند پر وړاندې له بنیادي بحران سره مخامخ وي.

 زمونږ دا شته نسلونه چې یو څه محافظه کاره خلک یو او د ځان ملامتول مو نه خوښیږي. دا به هم ومنو چې د مکالمې خلک ځکه هم پاتې نه شو چې د ښونځیو او مدرسو زمانې موله جګړو او خوشونت سره تیرې شوي او همدا به یو څه نفسیاتي اثر وګڼو. مګر د وړاندې، وروستو د پوهو او عالمو خلکو د مکالمې په اړه څه ووایو!؟ دا مبالغه مه ګڼئ چې څه کم و زیات څلویښت کاله کیږي چې د مکالمې د ورکې تیوری لامله د ځان وژنې او بل وژنې په شر اخته یو او تر هغې مو خلاصون هم ممکن نه دی چې د مکالمې بحث و مباحثو کلتور عام نکړو.

د صداقت او حقیقونو تړلې لارې به هڅکله خلاصې نکړو. چې تر څو مو په ټولنه کې د مکالمې کلچر ته وده نوي ورکړي.په کومه ټولنه کې چې د مکالمې ځای تحقیر او تورونه ونیسي نو دا د همغې ټولنې لپاره تر مرګ هم بد انجام لري. انسان په طبعي توګه تجسس لرونکی څوک دی. له بیلا بیلو سوالونو او شکونو په اړه یې تیز او توند غبرګونونه ورته د قناعت وړ نه دي. دی چې له سوال او شک سره مخ دی. باید سوال او شک ته یې ځوابونه وموو، مسله یې ورحل کاندو او حل یې هغه وخت ممکن وي چې نرمه او په سړه مینه مکالمه موجوده وي. د مکالمې د سماجي یا فکري رویې دار و مدار همدغسې څه ده چې د یو چا د خبرو او فکرونو اریه دې با استعدلاله او تعقلي وي. هغه څوک چې په استدلال او تعقل باور نلري. دوی پر بل غلطولو، ښکنځلو، احساساتو او شعارونو د نورو خلکو پر تعقل ملنډې وهونکي هدفونه لري. که څه هم د دوی په حقیقت کې ځای نشته خو دوی همدمره څه او پر همدې اسبابو نور خلک هم له ځانه سره په خپلو خیالی جنتونو کې اوسوي، هغه ګوندونه، فکري او سیاسی نهضوتونه او ایډیالوژی به درواغ درته وايي چې پر مکالمه او سوالونو او شکونو بندیزونو درته لګوي، داسې څنګه کیدلای شي چې د فکر،علومو او د ژوند د هرې سنجیده مسلې پر وړاندې دې هم د نورو خواهیشي چلند ورسره ومنو، د مکالمې تعامل په استدلال او منطق ولاړ دی نه په احساساتو او ښکنځلو او یا د بل په تحقیرولو او تکفیرولو. زمونږ د څلویښت کلنې غمیزې لویه بدمرغي همدا وه چې د مکالمې تار مو پرې شوی وو . او د فوهم داسې تیاري غوړیدلې وې چې د علم او پوهې سپین سحرونه مو د یو بل پر سپکونه او تکفیرونه کې لیدل زمونږ ایډ یا مفکرین همغه وو یا دي چې یا ښه ښکنځل مار وو او دي یا هغه چې د نورو تحقیر کې تر ډیرو جالب طرز ولري. پداسې یو ایډیا حالت کې به د خلکو نجات په څه کې وو؟ د فکر او تمدن د غوړیدا یوازنی لاره مکالمه راوجول دي. د مکالمې د خاص اپروچ لپاره د علم او فهم تر څنګ د زغم د کلتور ایجابول به هم مهم وي. سره د اختلافه په سړه سینه د ( اورولو او اوریدلو ) راوداري هغه ده چې خلک په مکالمه کې د انتشار پرځای فهم او درک ته ورسیږي. په سینو کې زغم او تحمل ته د ځای نه ورکولو په صورت کې شاید سینې مو د کرکې او افراطیت ځالې وګرځي. چې دا عمل بیا د انسانانو تر منځ د مکالمې په مورود کې د بدو مترادف عمل دی راځی نور ځان او بل پر دې بد ونه ګڼو چې د یو چا د ښه او مثبت فکر پر وړاندې ولې غلي او خاموشه یو بلکې ځان او بل پر دې سپک وبولو چې ولې د ښه او مثبت فکر پر وړاندې بې دلیله بې فکره او بې مغزه له هغه سره ښکر وهو !!

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام