مهربانه طبیعت او ناروغ خلک؛ په بادغیس کې دارويي بوټي په ختمېدو دي

په بادغیس کې خلک له خپل‌سرو دارويي بوټو نه د خپلو ناروغیو له‌پاره درمل جوړوي. بندسبزک، سینه‌سوخته‌ګک، نورک او مدخان هغه سیمې دي چې دارويي بوټي په‌کې راشنه کېږي.

ځېنې بادغیس‌ميشتي وايي، له څه مودې راهیسې ځېنې ناپېژنده‌کسان دا بوټي په خپل‌سري ډول رېبي. دوی په دې باوري دي، که دولت د دې کسانو مخه ونه نیسي؛ د دې دارويي بوټو نسل به په نږدې راتلونکي کې ختم شي او دوی به د درمان له‌پاره طبیعي درمل ونه‌لري.

د دوی په وینا، ځېنو کسانو په بادغیس ولایت کې د سوداګرو په نوم د بوټو پېرلو او پېرودلو بازار ګرم کړی او هر ۵ کیلو ګرامه دارويي بوټي په ۴۰ افغانۍ پېري.

د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیک د دې ولایت له اوسېدونکیو سره همغږی دی او وايي، د دارويي بوټو رېبلو اندېښمن کړي‌دي.

که څه هم د بادغیس د چاپېریال ساتنې ادارې رییس محمدمیرویس د دارويي بوټو رېبلو دلیل د بې‌وزلۍ ډېروالی ګڼي؛ خو وايي، له عاملانو سره به یې قانوني چلن وشي.

د بادغیس د چاپېریال ساتنې ادارې د مسوولانو په وینا، نعنا، درونه، سپېلنی او کاکوتي‌کوهي  په‌دې ولایت کې خپل‌سري شنه‌کېدونکې دارويي بوټي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام