ملګري ملتونه: هوايي بریدونو کې ملکي تلفات زیات شوي

افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان سیاسي دفتر یوناما یو ټویټ کې ویلي، د ثور میاشتې په ۳۰مه او د جوزا په لومړۍ نېټه د هلمند ګرشک او د کونړ څوکۍ ولسوالۍ کې هوايي بریدونو کې ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي چې ۵ ښځې او ۷ ماشومان هم په‌کې دي.

یوناما هلمند او کونړ کې د افغان او غوڅ ملاتړ ځواکونو له لوري د شویو هوايي بریدونو په اړه ډېر جزییات نه‌دي ورکړي.

یوناما د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې د ملکي وګړيو خوندیتوب له‌پاره په‌خپلو نړۍوالو مکلفیتونو عمل وکړي.

د ملکي وګړیو تلفات هېواد کې د روانې جګړې له جدي اندېښنو څخه شمېرل کېږي.

د روان میلادي کال لومړیو درېیوو میاشتو کې د یوناما شمېرو له‌مخې، جګړو کې یو زر او ۷۷۳ ملکي وګړیو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې ۵۸۱ یې وژل شوي او یو زر او ۱۹۷ نور یې ټپیان دي.

دې ډله کې له ۵۸۲ ماشومانو څخه ۱۵۰ یې وژل شوي او ۴۳۲ نوز یې ټپیان دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام