ملګري ملتونه: افغانستان د فساد پر وړاندې مبارزه کې پرمختګ کړی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د منشي ځانګړی استازی وايي، سره له دې چې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې جدي خنډونه شته؛ خو په دې برخه کې افغان حکومت ښه پرمختګ کړی دی.

ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ په افغانستان کې د اداري فساد په اړه خپل تازه راپور خپور کړ.

په افغانستان کې د دغه سازمان د منشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وايي، په افغانستان کې د فساد له منځه وړلو له‌پاره ډېر وخت ته اړتیا ده او نړیواله ټولنه په دې برخه کې په راتلونکې کې هم، همکاري کوي.

یاماموتو وویل، دا د اجرایويي، قضايي او مقننې قوې د ګډو هڅو لاسته راوړنه ده.

په همدې حال کې د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د جدي مبارزې خبر ورکوي او زیاتوي، حکومت د فساد پر وړاندې د مبارزې له‌پاره د روښنایۍ پرګرام په پام کې لري.

دغه راز د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی په امنیتي بنسټونو کې د اداري فساد په موجودیت جدي اندېښنه ښيي او وايي، دغه بنسټونه باید په جدي توګه وپلټل شي.

د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي له افغان حکومت وغوښتل، چې په دې برخه کې دې جدي ګامونه پورته او زورواکو ته دې اجازه نه ورکوي، چې د اصلاحاتو مخه ونیسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام