ملکي تلفات ۲۲ سلنه زيات شوِي

د ملګرو ملتونو په کلني راپور کې راغلي، چې په تېر ۲۰۱۴ کال کې دجګړو له امله  د ملکي تلفاتو شمېر ۲۲ سلنه زيات شوی.

دغه راپور په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي (يوناما) او د بشري حقونو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په همغږۍ ترتیب شوی.

راپور په وسله واله جګړه کې د ملکي تلفاتو د ساتنې په نوم خپور شوی دی.

په ۲۰۱۴ کال یوناما د ملکي وګړو ۱۰۵۴۸ تلفات مستند کړي، چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې د يو کال په موده کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې تر ټولو لوړه شمېره ده.

راپور وايي په ۲۰۱۴ کال کې د ځانمرګي بريدونو زياتوالی او د افغان ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ مخامخ جګړه کې پرته له دې، چې ملکي ځايونه په پام کې ونيول شي د وسلو استعمال ملکي تلفاتو د زياتوالي یو عمده لامل دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د يوناما د پلاوي مشر نيکولاس هیسم د چهار شنبې په ورځ ( سلواغې ۲۹مه) وايي؛ ځای پر ځای شوي مايونونه، ځانمرګي بريدونه او د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ مخامخ جګړه ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

راپور زياتوي، چې ډیره مرګ ژوبله د دولت مخالفو وسله والو له لوري ملکي وګړو ته اوښتې.

د يوناما راپور دا په ګوته کوي، چې د ټولو ملکي تلفاتو ۷۱ سلنه د دولت ضد عناصرو او  ۱۴ يې د دولت پلوه ځواکونو ته منسوب ده او په دغو کې بیا ۱۲ سلنه د افغان ځواکونو او دوه سلنه يې د نړېوالو ځواکونو له لوري ترسره شوي.

یوناما وايي، کله چې نړېوال ځواکونه خپل هوايي ملاتړ د افغانستان څخه واخیست، نو په دغه هېواد کې ځمکني عمليات هم زيات شول.

د دولت ضد عناصرو له خوا هدفي وژنې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ۱۱ سلنې سبب شوې دي او یوناما د ۱۱۱۴ ملکي وګړو تلفات ثبت کړي دي، چې د ۲۰۱۳ کال په پرتله پنځه سلنه کموالی ښايي.

په هدفي وژنو کې، ملا امامان، قومي مشران، د دولت مامورين او عدلي او قضايي مامورينو وژنې شاملې دي.

راپور کاږي، چې ټولټال په ۲۰۱۴ کال کې د ملکي تلفاتو څلور سلنه يې له جګړې پاتې چاوديدونکو توکو له امله منځه ته راغلي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام