د افغانستان د حراست او ثبات شورا وایي، د ملي یووالي حکومت مشران داسې یو سیاست مخته وړي چې باید سمې او رڼې ټاکنې ترسره نه شي.
د حراست او ثبات شورا ویاند مسعود ترشتوال کابل کې خبري غونډې ته وویل، د ملي یووالي حکومت مشران د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو لهپاره جدي هوډ نه لري.
ترشتوال وايي، د حکومت مشران په دې کار کوي، چې راتلونکې ټاکنې په شفاف ډول ترسره نه شي.
د حراست او ثبات شورا ویاند زیاتوي، د واک د دوام لهپاره به د ملي یووالي حکومت د مشرانو خوب هېڅکله هم ریښتیا نه شي.
خو د ولسمشر سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي د حراست او ثبات شورا د ویاند څرګندونې له وخت مخکې قضاوت بولي او په ټینګار وایي، حکومت د راتلونکو ټاکنو لهپاره له مرستندویه هېوادونو سره خبرې او چنې وهل پیل کړي دي.
مرتضوي زیاتوي د ملي یووالي حکومت مشران د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو لهپاره جدي هوډ لري.