د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د ISI له خوا د ملي امنیت ځواکونو روزنه او تجهیزونه په کلکه ردوي.
د ملي امنیت ویاند حسیب الله صدیقي نن دوشنبه ( ۲۰۱۵ زېږدیز/ مې ۱۸) رسنیو ته وویل، چې د افغانستان او پاکستان د څارګرو ادارو ترمنځ د اطلاعاتو د تبادلې هوکړه لیک لاسلیکول د افغانستان د ملي امنیت د ادارې د قوت ښکارندوی دی.
له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي و، چې د کابل او اسلام اباد د څارګرو ادارو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنست د افغانستان د ملي امنیت منسوبینو ته د پاکستان د څارګرې ادارې له خوا روزنه ورکول کیږي.
همدارنګه د دغه هوکړه ليک پر بنسټ به د افغانستان د ملي امنيت کار کوونکي د پاکستاني حکومت له لوري تجهیز هم شي.
د دې هوکړه لیک په غبرګون نن په ولسي جرګه کې دغه کار د ملي ګټو پر خلاف وبلل شو.
خو د امنیت ویاند بیا د افغان استخباراتي چارواکو روزنه په کلکه ردوي او وايي، چې دغه استخباراتي مرستو هوکړه لیک کې د امنیت د منسوبینو په روزنه کومه هوکړه نه ده شوې.
صدیقي زیاته کړه، چې په دې هوکړه لیک کې د مرستو کرښې معلومې دي او هیڅ برخه یې ناڅرګنده نه ده.
هغه وايي، د دغې هوکړې پر بنسټ دوست او دښمن له پاره په واضح ټکو تعریفونه شوي.
د دغې استخباراتي هوکړه لیک پر بنسټ، به هیڅ ترهګره ډله په استثنا کې نه وي.
د استخباراتي اطلاعاتو تبادله او د ترهګرو لټون د دې هوکړه لیک بله برخه ده.
د ملي امنیت د ویاند په خبره، په دې استخباراتي هوکړه لیک کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ترهګریزو فعالیتونو د چټک مخنیوي برخې هم شاملې دي.
ورته وخت کې یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې پاکستان به له دې فرصته په خپله ګټه کار وکړي.
د سیاسي او پوځي چارو پوه جنرال عبدالواحد طاقت وايي، چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې ظرفیتونه او تخنیکي وړتیاوې د پاکستان د څارګرې ادارې په نسبت کمې دي او پاکستان په اسانۍ سره کولای شي، چې دغه هوکړه لیک نه په خپله ګټه کار واخلي.
خو صدیقي وايي، چې د افغانستان د ملي امنیت اداره د سیمې په سطحه پیاوړې اداره ده.
د ملي امنیت ویاند زیاته کړه، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ دغه هوکړه لیک د مرستو کولو په قوي روحیې سره لاسلیک شوی دی.
دی وايي، چې دا ځل پاکستان په صادقانه توګه پر دغه هوکړه لیک عمل کوي.
صدیقي افغانانو ته ډاډ ورکړ، چې د ملي امنیت کار کوونکي یوه شیبه هم د دښمن پر وړاندې غفلت نه بلکې پر وړاندې به یې سمدستي او باالقوه عمل کوي.
د راپورونو پر بنسټ دغه ډول هوکړه لیکونه د پخواني ولسمشر په وخت کې هم لاسلیک شوي و.
د ملي امنیت ریاست وايي، چې په نوي استخباراتي هوکړه لیک کې ټولې خواوې روښانه شوي دي.