ملي امنیت شورا: طالبانو په تېره یوه میاشت کې ۱۲۹ ملکیان وژلي

د ملي امنیت شورا وايي چې طالبانو په تېره یوه میاشت کې ۱۲۹ ملکیان وژلي او ۲۹۱ نور یې ټپیان کړي دي.

د ملي امنیت شورا دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې طالبانو د تېرې یوې میاشتې پر مهال په ۳۰ ولایتونو کې ۱۴۵۶ بریدونه کړي چې له کبله یې ۱۲۹ ملکیان وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، طالبانو د تاوتریخوالي کمولو په اړه له ژمنې سره سره ډېری بریدونه د ښارونو په مرکزونو او لویو لارو کې کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، طالبانو تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله د سمنګان، ننګرهار او کندهار اوسېدونکو ته اړولې ده.

د ملي امنیت شورا دفتر ویلي، طالبانو د چاودنو او ځانمرګو بریدونو ترڅنګ، هدفي وژنو او د چسپکي ماینونو الوځولو ته هم مخه کړې چې ډېری قربانیان یې ملکیان دي.

خبرپاڼه لیکلي، د ملکیانو موخه ګرځول د جګړه‌ییزو قوانینو خلاف کار او جګړه‌ییز جنایت بلل کېږي.

خو طالبانو بیا د ملکیانو د وژلو توجیه کولو لپاره ویلي چې ډله یې له جګړې پرته بله لار نه لري او د تاوتریخوالي کمولو او جګړې پای ته رسولو لپاره یې باید بندیان خوشې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار رابرټ اوبراین له ولسمشر محمداشرف غني او د ملي مصالحې له رییس عبدالله عبدالله سره د ټیلیفوني خبرو له لارې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې د تلپاتې سولې راتلو لپاره باید تاوتریخوالی ودرېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام