ملي امنیت د داعش خراسان څانګې یو مهم مسوول نیولی

د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، د داعش د خراسان څانګې یو لوړپوړی مسول یې نیولی دی.

د دغه ریاست په وینا، د منیب په نوم دغه کس د سردارخان زوی او د پاکستان اوسېدونکی دی چې په ابو بلال، ابوهلال او ابوهمام هم مشهور دی.

ملي امنیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې منیب د داعش خراسان څانګې د مرکزي شورا غړی دی او دغه راز له لشکرطیبه، حقاني شبکې، سپاه‌صحابه، جمعیت علمای اسلام او طالبانو د پېښور له شورا سره د داعش خراسان څانګې د همغږۍ مسوول و.

خبرپاڼه زیاتوي، منیب له نورو ترهګرو ډلو سره د داعش خراسان څانګې د اړیکو او همغږۍ مسوولیت درلود او مخکې له دې چې داعش خراسان ته شامل شي، د القاعده شبکې غړی و.

که څه هم ملي امنیت ویلي چې منیب یې په ځانګړو عملیاتو کې نیولی، خو په دې اړه یې جزیات نه دي ورکړي چې یاد عملیات څه وخت او چیرته شوي دي.

د یادونې ده چې د ملي امنیت عمومي ریاست د وري په شپاړسمه نېټه د داعش خراسان څانګې مشر عبدالله اورکزی چې په اسلم فاروقي مشهور دی له ۱۹ نورو جنګیالیو سره نیولی و او ور پسې یې د دې ډلې د معلوماتي ټکنالوجۍ مسوول چې هغه هم بهرنی و، ونیوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام