ملي امنيت: د کابل په وروستيو بريدونو کې د پاکستان د پوځ لاس و

د افغان د ملي امنيت لوی ریاست وايي، چې د هېواد په پلازمينه کې وروستي بريدونه د پاکستان پوځ له لوري طرحه شوي وو.

د ياد ریاست ویاند حسیب الله صديقي د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې د پاکستان پوځ د حقاني شبکې په مټ دغه بريدونه ترسره کړي دي.

صدیقي دا هم وویل، پاکستان د خپلو کړو ژمنو خلاف عمل کړی، چې پایله يې په هېواد کې وروستي ملکي خلکو وژنې دي.

ده ترهګرو ډلو ته خبرداری ورکړ، چې هيڅکله به خپلو موخو ته ونه رسيږي.

د ملي امنيت ویاند زیاته کړه؛ پاکستان د افغان حکومت سره ژمنه کړې وه، چې د ملاعمر د ځای ناستي په هدف د مشورې له پاره به وسله وال طالبان راټولېدو ته پرې نه ږدي.

له دې وړاندې د پاکستان دفاع وزارت ویلي وو، چې ملاعمر نه په پاکستان کې مړ شوی او نه هم ښخ شوی دی.

تېره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان پر وړاندې د تېرو ۱۳ کلونو په پرتله بې ساری او جدي موقف غوره کړ.

ولسمشر پاکستان حکومت ته مستقیم وویل، چې دوی د افغانستان په ناامنيو کې لاس لري.

غني په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې افغان حکومت پاکستان ته د سولې پېغام استولی وو او پاکستان دغه پېغام ته په جنګ ځواب ورکړی.

هغه وویل، چې د پاکستان پر (ارمي پبلک سکول) برید د دغه هېواد له پاره د عطف ټکی وو او د افغانستان له پاره به د شاه شهيد سيمې چاودنه د عطف نقطه وي.

د ولسمشر له وينا یوه ورځ وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وویل، چې چې پاکستان د افغان ولسمشر ټولې خبرې یادداشت کړي.

په اعلاميه کې دا هم ويل شوي وو، چې ترهګر د دواړو هېوادونو له پاره ګواښ دی او پاکستان يې پر وړاندې مبارزې له پاره ژمن دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له لوري په دغه اعلاميه کې کاږل شوي وو، چې پاکستان افغانستان ته د يو ورور او دوست ګاونډ په سترګه ګوري.

دا په داسې حال کې دی، چې سبا به د ملي امنيت عمومي مشر رحمت الله نبیل، د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر معصوم ستانکزی په همدې اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې ولري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام