ولسي جرګې ته د کابل یو شمېر معترضو نوماندانو نن د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، د درغلیو، ټاکنیزو سرغړونو او جرمونو سندونه یې ولسمشر محمداشرف غني ته لېږلې دي.
معترض نوماند عرفانالله عرفان وايي، د هېواد، په ځانګړې توګه د کابل په ټاکنو کې سلګونه جنایتونه شوي چې موږ یې نن ۱۱ مورده سندونه ارګ ته ولېږل او سبا یا بله ورځ به یې هم لویې څارنوالي او سترې محکمې ته هم ولېږو.
د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکیو له لوري له ځانګړیو نوماندانو نه د پیسو غوښتلو په اړه ثبت شوي غږونه او لیکلي پیغامونه هم په دغو سندونو کې شامل دي.
د دې ترڅنګ، د کابل له ټولو رایو یوازې د ۸۵ سلنه رایو شمېرل، د رایو کمېدل یا اطلاعتي بانک ته د رایو نه لېږل هغه نور موارد دي چې له معترضو نوماندانو سره یې سندونه شته او ارګ ته یې لېږلي دي.
په همدې حال کې یو بل معترض نوماند نقیبالله هاشمي له ولسمشره غواړي چې د کابل رایو باطلولو په اړه د شکایتونو کمېسیون مخکینۍ پرېکړه تایید کړي. د نوموړي په وینا، که په کابل کې بیا ټاکنې و نهشي، په ښار کې به نه یوازې ګډوډي جوړه شي، بلکې چارواکي به هم ترې په ارامه خوب و نهکړي.
د کابل د معترضو نوماندانو اتحاد له لاریون کوونکیو سره د پولیسو چلن چې د یکشنبې په ورځ یې ورسر وکړ، هم ناسم یاد کړ.
صیاد: معترض نوماندان دې خپل اسناد څارنوالۍ ته وسپاري
د کابل رایو د باطلولو لپاره د معترضو نوماندانو هڅې
معترض نوماندان: د کابل رایې دې باطلې اعلان شي
معترضانو د یوه پرېکړهلیک په صادرولو سره د ټاکنو کمېسیون د غړیو لرې کول او محکمې ته یې کشول او د کابل د رایو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړې پر پلي کولو ټینګار وکړ.
موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د ټاکنو کمېسیون نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره و نه توانېدو.
د ټاکنو کمېسیون تر دې مخکې په ځلونو د معترضو نوماندانو ادعاوې رد کړي او له هغوی یې غوښتي چې خپل سندونه عدلي او قضايي ادارو ته وسپاري.