مشرانو جرګې د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان تایید کړ

بلاخره نن (سه شنبې) د مشرانو جرګې د وکیلانو له اختلافاتو نه وروسته، د ټاکنیزو کمېسیونونو د اصلاحاتو، واکونو، دندو او تشکیلاتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان د رایو په اکثریت تایید شو.

د حکومت په وړاندې کړې طرحه کې د ټاکنو کمېسیون رییس د ۲ کالو او ۶ میاشتو له پاره او مرستیال او منشي یې د یو ـ یو کال له پاره ټاکل کېږي؛ خو د مشرانو جرګې له خوا دا وخت ۳ کالو له پاره تایید شو.

د دې ترڅنګ د ټاکنیزو شکایتونو له خپلواک کمېسیون نه د خپلوا کلمه، په ټاکنو کې د دوو بهرنیو ناظرانو حذفول، د رایو ورکوونکیو نوملړ حذفول هغه موارد دي، چې د مشرانو جرګې له خوا په دې قانون کې د تعدیلاتو په شکل راغلل.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، چې د دغه فرمان تاید د ټاکنو د ترسراوي، له پاره زمینه برابرولی شي.

دغه وکیلان وايي، خلک غواړي، چې په قانون کې بدلونونه راشي، خو دوی د ټاکنو پر وخت په ټاکنو کې د سمون راوستلو باندې بې باور دي.

ډاکټر فیصل سمیع وویل، حکومت په مخکې ډېر کنفرانسونه لري او اړتیا ده، چې افغانانو او نړیوالې ټولنې ته د ټاکنیزو سمونونو د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل شي.

محمد رحیم حسنیار بیا پر ټاکنو هېڅ باور نه لري، وايي، هېڅ تضمین نه شته چې د دې فرمان له تایید وروسته دې د حکومت دواړه مشران د ټاکنو کمشنران همغږي کړي او په راتلونکیو شپږو میاشتو کې دې ټاکنې ترسره کړي.

اټکل کېږي، چې په راتلونکې اونۍ کې دغه فرمان د وروستۍ پرېکړې په اړه مختلط کمېسیون ته ولېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام