د مشرانو جرګې یو شمېر غړو د نن ورځې په عمومي غونډه کې په ۲۰۹ شاهین قول اردو خونړۍ برید یو وحشیانه او غیرانساني برید وبللو.
دغو وکیلانو وویل، د دغه برید مسولیت د ولسمشر، اجرایوي رییس او د امنیتي چارواکو په غاړه دی.
سناتورانو ولسمشر او اجرایوي رییس خاینان یاد کړل او زیاته یی کړه، په هېواد کې د ملي ماتم په اعلانولو ستونزې نه حلیږي او د امنیتي ستونزو حواري لهپاره یې د ملي اجماع رابللو غوښتنه وکړه.
د مشرانو جرګې غړي زلمي زابلي وویل، د ولسي جرګې غړو د بډو په بدل کې د امنیتي سکټور چارواکو ته رایه ورکړه او له همدې امله د ولسمشر او اجرایوي رییس سربېره د وژل شویو سرتېرو او ټپیانو مسوولیت دوی ته هم ورګرځي.
د مشرانو جرګې دوو نورو غړو شیرمحمد اخندزاده او صالحه مهرزاد د امنیتي سکټور په مسوولینو د نیوکې کولو سربېره وویل، د ملي امنیت رییس، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیران دې له خپلو دندو استعفا ورکړي.
په همدې حال کې د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمدعالم ایزید یار له حکومته وغوښتل، چې په څرخي پله زندان کې دې په اعدام محکوم شوي طالب بندیان ژر تر ژره اعدام کړي.
د مشرانو جرګې له خوا ولسمشر او اجرایوي رییس ته د خاین ویلو په اړه مو د ارګ او سپېدار نظر اخیستلو هڅه وکړه، خو هغوی له ځواب ورکولو ډډه وکړه.