مشرانو جرګه: حکومت دې د سرپرستانو پر ځای نوي کسان معرفي کړي

د مشرانو جرګې ځېنو استازو له حکومت څخه وغوښتل، چې په امنیتي بسټونو کې د سرپرستانو کار ته د پای ټکی کېږدي او ولسي جرګې ته دې نوي کسان د باور رایو د اخیستلو له پاره وروپېژندل شي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد عالم ایزد یار په نننۍ (سه شنبې) عمومي غونډه کې وویل، چې د سرپرستۍ قانون او په ځانګړي ډول د امنیتي ادارو په برخه کې هغه استثنا چې ولسمشر یې فرمان ورکړی و؛ تېره ورځ د ولسي جرګې جرګې له خوا رد شو.

دی وايي، حکومت دې ژر تر ژره د ملي دفاع وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست د سرپرستانو پر ځای نوي کسان جرګې ته ورمعرفي کړي.

د مشرانو جرګې وکیلانو د ملي دفاع وزارت په رهبرۍ نیوکې وکړې او وویل، چې دوی د جګړې د رهبري کولو وړتیا نه لري.

دوی وویل، په رهبریت کې ضعف د کندوز ولایت د سقوط او په دې وروستیو کې په هلمند ولایت کې د جګړې د دوام لامل شوي دي.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې غړي محمداصف وکیلی وویل، چې د ناامنیو د زیاتیدو یولامل هم د ملي دفاع د وزیراو ملي امنیت د لوی رییس سرپرستي ده او ولسمشر دې ژر تر ژره ولسي جرګې ته نوماندان ور وپیژني که نه نو د بدو پایلو په اړه به یې مسولیت د ده پر غاړه وي.

د مشرانو جرګې وکیلان په داسې حال کې د امنیتي ادارو د سرپرستانو پر ځای د نوي کسانو د معرفي کولو غوښتنه کوي، چې له دې مخکې څو ځلې ملي شورا له حکومت څخه غوښتي و، چې نوي کسان دې ورمعرفي کړي.

خو له بل لوري ارګ د سرپرستانو د کار پای په امنیتي ادارو کې د کاري خلا رامنځته کېدلو په معنا یاد کړي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام