مسکو ته د طالب مشر هبت الله سفر او د پاکستان له خوا د دې ډلې ۳مهمو غړو نیول

د پاکستان حکومت په کوټه ښار کې د طالبانو د کوټې شورا درې مهم غړي د چهار شنبې په ورځ هغه مهال ونیول، چې د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی روسې ته په سفر لاړ.

یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندارته وویل، د دې پلاوي مشري د طالبانو اوسني مشر ملا هیبت الله کوي.

په نیول شول کسانو کې د طالبانو مالي مسوول ملاعبدالصمد ثاني، د دایکندي له پاره د طالبانو له خوا پخوانی ټاکل شوی ولسوال سلیمان اغا او د طالبانو د سترې محکمې رییس ملا عبدالله نانی چې د طالبانو د کوټې شورا مهم غړي دي، د پاکستان حکومت له خوا نیول شوي.

بیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند بولي، د غو کسانو نیول یې تایید کړي دي.

په پاکستان کې د سلام وطندار ازاد خبریال رازق برق وايي، د پاکستان حکومتي چارواکو د محرم میاشتې د روخصتي په پلمه په دې اړه خبرې نه کوي؛ ښايي، چې نن ورځ دغه موضوع معلومه شي.

د طالب مشر هبت الله په مشرۍ مسکو ته د دغه پلاوی د تګ انګېزه معلومه نه ده.

په ورته وخت کې ځینې شنونکي په دې بارو دي، چې ځینې هېوادونه او روسیه غواړي، له طالبانو په سیمه ییزو موضوع ګانو کې استفاده وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی کابل خان تدبیر له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، روسیه په دې هڅه کې ده، چې د طالبانو په وسیله د داعش وسله والې ډلې د پرمختګ مخه ونیسي.

تدبیر وايي، روسیه نه یوازې له طالبانو سره په ټولو ولایتو کې اړیکې لري، بلکې طالبانو ته اکمالات کوي او دوی ته یې د نویو وسلو کارول هم ور زده کړې دي.

په دې اړه د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، چې د افغانستان په جګړه کې چچنیایان، ایغوریان، اوزبیک او پنجابیان شامل دي.

دی، چې د طالبانو له خوا د کلاشینکوف کارول په دې معنا نه دي، چې روسیه له طالبانو ملاتړ کوي.

د چارو بل شنونکی محمود حیدري بیا وايي، چې د طالب مشرانو سفر مسکو ته د کوټې شورا د غړو نیولو له امله دی. دی وايي، چې طالب پلاوی د خپلو غړو د ژغورنۍ له پاره روسیې ته تللي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام