
د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د ټولنیزې شورا غړی غلام جان اکا وايي، چې تېره شپه ناوخته سلګونو وسله والو طالبانو د یو پراخ برید په ترڅ کې د سنګین ولسوالۍ امنیه قومندانۍ، د ولسوالۍ ودانۍ، شاروالۍ ودانۍ او د سنګین بازار ونیول.
غلام جان اکا وايي، چې د افغان امنیتي سرتېرو جسدونه او ټپیان وسله والو طالبانو ته په سیمه کې ور پاتې دي.
دی وايي، چې وسله والو طالبانو په سنګین ولسوالۍ کې ټول نظامي تجهیزات، موټر او درنې وسلې له ځانه سره وړي دي.
د ولسي جرګې په نننۍ (دوشنبه) غونډه کې د جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، چې د هلمند ولایت امنیتي حالت د اندېښنې وړ دی.
ابراهیمي له ولسمشره او د امنیتي بنسټونو له چارواکو غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره دې د هلمند امنیتي حالت کابو کړي او ولسي جرګې اړوندو کمېسیونونو ته یې دنده وسپارله، چې په دې اړه دې د امنیتي بنسټونو له چارواکو سره خبرې وکړي.
د هلمند وکیلې نسیمه نیازۍ وویل، چې په هلمند کې امنیتي چارواکي د نشه یي توکو په قاچاق بوخت دي او د ولایت امنیت کابو کولو له پاره پاملرنه نه کوي.

مېرمن نیازۍ زیاته کړه، چې که ګریشک ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاسته ورشي، نو د هرات او فرا ولایتونو لارې به وتړل شي او د قندهار ولایت به هم د سقوط له ګواښ سره مخ کړي.
په ورته وخت کې د هلمند ولایت د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند ډګروال محمد رسول ځاځي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې په سنګین کې د مېشتو پولیسو له خوا د ولسوالۍ ودانې او امنیه قومندانۍ وسله والو طالبانو ته خوشې شوې ده او د طالبانو لاسته ورغلې.
دی وايي، چې دواړه ودانۍ بېرته افغان ملي اردو سرتېرو نیولي دي او زیاتوي، چې په سیمه د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته روانه ده او زیات جزیات په واک کې نه لري.
له بل لوري د هلمند ولایت امنیې قومندانۍ دننه یوه امنیتي سرچېنه د نوم نه اخیستلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې په ولسوالۍ کې مېشتو افغان پولیسو په مېړانه او سرښندنې سره د مرګ تر وروستۍ سلګۍ پورې دفاع کړې.
دغه سرچېنه زیاتوي، چې په نښته کې ۲۷ افغان پولیس وژل شوي دي او ۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي او تر دې دمه د نښتې سیمې ته هیڅ ډول مرستندویه ځواک نه دی ورلېږل شوی.
قاري یوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند بولي رسنیو ته یو ټېلیفوني پيغام استولی دی.
په دغه پيغام کې نوموړي ویلي دي، د سنګین ولسوالۍ یې په بشپړ ډول نیولي ده او لا هم په سیمه کې نښته روانه ده.

دا په داسې حال ده، چې تېره ورځ د هلمند د والي مرستیال محمد جان رسول یار په خپله فېسبوک پاڼه ولسمشر ته لیکلي و، چې په سنګین ولسوالۍ کې دې د وژل شویو پولیسو پوښتنه وکړي.
رسول یار کاږلي و، د سنګین او ګریشک ولسوالیو په زمبلي او میر منداب سیمو کې شاوخوا ۹۰ تنو افغان امنیتي سرتېري وژل شوي او ټپيان شوي دي.
د ولسي جرګې غړي عبدالرحمان رحماني نن (دوشنه) په جرګه کې وویل، چې په سنګین ولسوالۍ کې ۲۹۰ تنه افغان امنیتي سرتېري د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوي او شاوخوا ۵۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
څه وخت مخکې په ولسي جرګه کې د هلمند ولسونو استازی عبدالجبار قهرمان د دغه ولایت د امنیتي حالت ارزولو له پاره هلته ورغلی و.
نوموړي رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې د سنګین ولسوالۍ له پاره د ۹۰۰ تنو خیالي پولیسو تشکیل جوړ شوی دی.
قهرمان ویلي و، چې په سنګین ولسوالۍ کې یواځې ۱۱۵ پولیس په عملي ډول موجود دي، چې له دې شمېر څخه ۵۵ یې سیمه ییر پولیس او پاتې ۶۰ تنه نور یې ملي پولیس دي.





