د امنیه قوماندان په توګه د بلخ لهپاره د عبدالرقیب مبارز له ټاکل کېدلو سره د بلخ والي عطامحمد نور د شپې له لوري د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د مزارشریف له دولتي ادارو، سوداګرو او هټیوالو غوښتي چې نن ورځ رخصت وکړي. لهدې سره هممهاله له سهار راهیسې امنیتي ځواکونه په سړکونو او واټونو کې د «امادهباش» په ډول ولاړ دي.
د ارګ او عطامحمد نور ترمنځ د نور د استعفا پر سر له راپورته شوي جنجال د حل په وروستۍ مرحله کې یوې معتبرې حکومتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلاموطندار ته ویلي وو، د حکومتي جوړښت بدلون او سمون پرته ارګ له نور سره د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې وزارت، د پوهنې وزارت، د بلخ ولایت پر څوکۍ او د امنیې قوماندانۍ پر څوکۍ هوکړې ته رسېدلي وو.
د بلخ د والي په غوښتنه د مولانا جلالالدین محمد بلخي نړۍوال هوايي ډګر او د بلخ امنیې قوماندانۍ پر لوري تللي ټول سړکونه تړل شويدي.
ښاغلي نور پرون د خپلې فېسبوکپاڼې له لارې له ټولو ښاریانو غوښتي چې د ځانيامنیت په پار په کورونو کې پاتې شي او په ښار کې له ګرځېدو ـ راګرځېدو ډډه وکړي.
د ۲۰۹ شاهین قولاردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پهدې اړه د سملاسي غبرګون خبر ورکړی او د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرتالله رحیمي ویلي چې تر غرمې پورې پهدې اړه د کورنیو چارو وزارت غبرګون مشخصېږي.
همدامهال عطامحمد نور د ولایتي شورا له غړیو، د پارلمان له اوسنیو او پخوانیو غړیو او پخوانیو جهادي قوماندانو سره پهخپل کور غونډه لري.
له ډېرو پرلهپسې هڅو سره ـ سره بیا هم د حکومت، امنیتي چارواکیو او ولایتي شورا د غړیو د غږ په اخېستلو بریالي نهشو. وايي چې د بلخ ډېر چارواکي د عطامحمد نور په کور کې د وروستۍ پرېکړې لهپاره د لابيکولو او چنهوهلو هڅه کوي.
ورته مطالب:
د عطامحمد نور خبرداری؛ که دولت زما لاسلیک ونهمني، د حیرتانو له بندره معاشونه ورکوم