افغان حکومت پتیلې، چې په افغانستان کې د پخوانيو پېژندپاڼو پرځای برېښنايي تذکرې وویشې په دې برخه کې یو لړ کارونه شوي او نړېوالې ټولنې هم د مرستې ژمنې او هوکړې کړي دي.
خو په دې ورستيو کې د برېښنايي تذکرو په اړه ځېنې نیوکې هم راپورته شوي دي.
نن په کابل کې بېلا بېلو مدني ټولنو په یوه خبري ناسته کې خبر داری ورکړ چې که په برېښنايي تذکرو کې د ملیت په توګه د افغان کلیمه ونه لیکل شي نو دوی به ددې تذکرو له اخیستلو ډډه وکړي.
دوي په خپل پرېکړه لیک کې غوښتنه وکړه چې حکومت دې د تذکرو د ویش پروسه نه سیاسي کوي.
مدني فعالان وايي که حکومت یې غږ وا نه وري نو په ټول هیواد کې به لاريونونه پیل کړي چې د پایلو مسولیت به یې د حکومت پر غاړه وي.
دې خبري ناستې ته د ښځو د پرمختګ د موسسې رييسې ظریفې غفاري وویل، افغان کلیمه په هیواد کې د ټولو قومونو هویت دی او له دې پرته ورته دغه تذکرې د منلو وړ نه دي.
په تذکره کې د افغان کلیمې د لیکلو په اړه ځېنې مخالف نظرونه هم شته چې هغوي په پيژندپاڼه کې له دې سره مخالفت ښکاره کوي.
اثار حکيمې له همدې ډلې دی او زیاتوي چې په پيژند پاڼه کې د افغان کلیمه لیکل په هیواد کې د ټولو قومونو استازولي نه شي کولی.
په ورته وخت کې د بریېښنايي تذکرو د ثبت ادارې مسول باهر زمری وايي، چې د ثبت احوال نفوس قانون په دې برخه کې وضاحت لري، چې د افغان کلمه د کارت به ظاهر بڼه کې نشته او دغه مصوبه د قانون په اساس ده.
بل خوا بیا د حقوقي مسایلو پوه او د ولسي جرګې پخواني غړي کبیر رنجبر سلام وطندار ته وویل، چې د برېښنايي تذکرو قانون د ولسي جرګې له خوا تصویب او د ولسمشر له لوري توشیح شوی دی.
نوموړي وویل، چې هغه وخت له حقوقي اړه بحث پر کولای شو، چې د تذکرو په قانون باندې د ولسي جرګې له خوا له سره کتنه وشي.
د غه مدني فعالان په داسې حال کې اعتراض کوي، چې تېره اوونۍ د اجرایه رییس په مشرۍ په وزیرانو شورا کې پر دې پرېکړه وشوه، چې د اسد میاشتي په ۲۸ نېته دې د برېښنايي تذکرو ازمایښتي ویش چارې پیل شي.
خو ولسمشر اشرف غني نن په یوې خبري ناسته کې وویل، چې لا هم په تخنیکي برخه کې ځېنې ستونزې شته، او په دې برخه کې پرته د ستونزو له حل بېړه نه شي کېدلی.