مدني فعالان: پر پولیسو د وروستي برید په اړه د عالمانو شورا سکوت غندو

 

د افغانستان د مدني ټولنو د مجتمع موسسې (مجما) غړو نن (دوشنبه جولای ۴مه) په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، د طالبانو د وروستي برید په اړه، چې سلګونه نظامي او ولسي خلکو ته په کې مرګ ژوبله واوښته د عالمانو شورا سکوت یې یو شرمناک کار وباله.

وسله والو طالبانو تېره اوونۍ د میدان وردګو له روزنیز کمپ نه د تازه فاروغو شویو ځوانو پولیسو افسرانو په کاروان د کابل په کمپنۍ سیمه کې ډله ییز ځانمرګي بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې ۱۵۰ تنه پولیسو افسران ووژل او ټپیان کړل.

د مجما یو تن غړي خلیل روفي وویل، چې د دولت وسله والو مخالفینو له لوري د هېوادوالو او د امنیتي ځواکونو د وژل کېدو په اړه د حکومت مشرانو بې پروايي او د دغو وژنو د دوسیو نه پلټل د زغملو نه دي.

روفي وايي، سره له دې چې هېوادوالو او مدني فعالانو تل په نظام کې د پنځم ستون له موجودیته شکایت کړی، خو حکومت دې موضوع ته جدي پام نه دی کړی.

د مجما مسوولینو د دغه برید غندلو ترڅنګ وویل، چې د یو پرېکړه لیک په لوستلو سره د حکومت مشرانو قومي او تعصبي چلند وغندلو او لوړ پوړو چارواکو يې وغوښتل، چې د پولیسو په تازه فارغو شویو افسرانو د تېرې اوونۍ له عاملینو سره دې سلیقوي چلند ونه کړي.

د عالمانو شورا په هېواد کې د سترې دیني بنسټ په توګه د وسله والو طالبانو د بریدونو په اړه سکوت کړی دی او په کمه کچه یې په نظامیانو او ولسي خلکو د طالبانو بریدونه غندلي دي.

ولسمشر غني په کابل کې د نویو فارغو شویو افسرانو په کاروان د برید په اړه د کورنیو چارو وزارت د ۵ لومړۍ درجه مسوولینو دندې وځنډولې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام