په کابل کې یو شمېر مدني فعالانو د یو سیمه ییز قوماندان د ساتونکي له خوا په یوه شپه د ۲ خویندو نکاح کول وغندل او له حکومت يي وغوښتل چې ډېر ژر دې دغه موضوع په جدي ډول وڅېړي.
دغو مدني فعالانو نن په کابل کې د خبري غونډې پر مهال له حکومته وغوښتل، چې مجرمان دې د قانون منګولو ته وسپاري.
مدني فعالې حمیدې وردګ د ننګرهار له ولایتي چارواکو وغوښتل، چې قضیه دې په جدي توګه وڅېړل شي او ټینګار یې وکړ، چې د نورو پېښو په څېر دې له پامه ونه غورځوي.
نادرخان د هغو نجونو پلار دی، چې د ننګرهار ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د یو سیمه ییز قوماندان د ساتونکي خدای رحم له خوا په جبر سره د هغه په دوو لوڼو په یوه شپه نکاح تړلې ده.
نادرخان د عدالت غوښتنې په موخه کابل ته راغلی او وايي، چې یوازې عدالت غواړي.
د نادرخان پرخبره دغه قضیه د هېڅ بنسټ له لوري نه ده څېړل شوې او د ننګرهار چارواکو هم ورته ویلي، چې د دغه زور واکي مخه نه شي نیولی.
مدني فعالانو د یو پرېکړه لیک په خپرولو سره له حکومت وغوښتل، هغه کسان دې عدلي او قضايي بنسټونو ته ور وپېژني، چې د دغې پېښې په څېړلو کې یې بې غوري کړې ده.
مدني فعالانو خبر داری ورکړ، که دغه پېښه ونه څيړل شي، پراخه لاریونونه به وکړي.
په ورته وخت کې نن ورځ یو شمېر نورو مدني فعالانو د ښېوې ولسوالۍ د پېښې په اړه د ملي شورا ودنۍ مخې ته اعتراض کړی و.
د تېرې یک شنبې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني یو پلاوی د دې موضوع د څېړلو له پاره ننګرهار ته استولی دی.