مجیب‌الرحمان رحماني د بدن ښکلا سیالیو کې د «مېسټرافغانستان» لقب وګاټه

د افغانستان د «بدن ښکلا» د ۱۳م پړاو ۳ ورځنۍ ملي سیالۍ چې د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون له لوري پیل شوې وې، نن (پنجشنبه) پای‌ته ورسېدې.

د افغانستان د بدني روزنې ریاست د مالوماتو له مخې، مجیب‌الرحمان رحماني په‌ یادو سیالیو کې د «مېسټرافغانستان» لقب ګټلی دی.

دغه راز د کابل لوبغاړي محمدرومل افضلي په کم وزن او د نیمروز ولایت لوبغاړي ملتان د لویانو په برخه کې دویم او درېیم مقامونه ګټلي دي.

په دې سیالیو کې د ۲۶ ولایتونو شاوخوا ۵ سوه لوبغاړو ته په ۱۰ بېلابېلو کلاسونو کې د چمتووالي او بدن ښکلا نندارې وړاندې کولو چانس ورکړل شوی و.

د یادو سیالیو په پای کې کابل لومړی، هرات دویم او نیمروز ولایت درېیم مقامونه ګټلي دي.

د افغانستان د «بدن ښکلا» او فټنس فدراسیون تخنیکي مرستیال نورالهدا وايي، په سږنیو سیالیو کې د «مېسټرافغانستان» لقب ګټلو له‌پاره د هېواد په کچه ګڼ شمېر ځوانو لوبغاړو ګډون کړی و.

د یادونې ده چې محمدیاسین سالک قادري تېرکال د «مېسټرافغانستان» لقب ګټلی و چې بیا یې په اسیايي او نړېواله کچه هم د «مېسټراسیا» او «مېسټریونیورس» لقبونه وګټل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام