د جبهه نجات ملي افغانستان تنظیم منشي ذبیح الله مجددي د یکشنبې په ورځ (اکټوبر۲مه) کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې دغه تنظیم ګلبدین حکمتیار ته د هرډول قضايي خوندیتوب ورکولو مخالف او باوري دی، چې حکومت ددې بښنې واک نه لري.
د جبهه نجات ملي افغانستان تنظیم مشر حضرت صبغت الله مجددي او ذبیح الله مجددي د هغه زوی دی.
د مجددي پروینا، حکومت باید له همغه پیله د حزب اسلامي مشر ته د القابو او امتیازونو ورکولو بحث نه وای مطرح کړی.
نوموړي زیاته کړه، چې حضرت صبغت الله مجددي، د یادو اصولو او شریعت په رڼا کې، حکمتیار او ګوند ته يې د قضايي خوندیتوب ورکول، په داسې حال کې چې د بنده حقونه ترې مستثنا نه دی، سره په کلکه مخالف دی او د عدالت او انصاف موازینو پراساس ګلبدین حکمتیار ته د ځانګړو دولتي القابو او امتیازونو سره موافق نه دی.
مجددي زیاته کړه، چې له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه د هیواد پر روانه جګړه هیڅ مثبت اغیز نه شي درلودی.
د جبهه نجات ملي افغانستان تنظیم باوري دی، چې په دې هوکړه کې د افغانستان اکثریت وګړو لیدلوری په پام کې نه دی نیول شوی.
مجددي وایي، که په دې هوکړه کې د بنده حق مسله ځای پرځای نه شي دده پروینا د افغانستان خلک دا هوکړه په خپل حق کې ستره بې عدالتي بولي.
خو د سولې عالي شورا مرستیال عطاوالرحمان سلیم سلام وطندارته وویل، چې د بنده حق او اعزاز مسله په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د سولې هوکړه لیک کې ځای پر ځای شوی.
نوموړی دا هم د احتمال نه لرې نه بولي، چې دوی ته اصلي نسخه په لاس نه ده ورغلې.
د هغه پر خبره، دوی هو به هو د دوی عبارتونه نه دي یوځای کړي.
د سولې عالي شورا مرستیال پروینا، د دغه هوکړه لیک هیڅ مادې د حزب اسلامي مشران د خلکو له عدلي او قضايي شکایتونو نه دي معاف کړي.