مالیې وزارت د راتلونکي کال له پاره ۴ بنسټیز پلانونه لري

د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډې ته د مالیې، سوداګرۍ او اقتصاد وزیران، د بهرنیو چارو،  کار او  ټولنیزو چارو وزارتونو معیناند روان کال لاسته راوړنو او د راتلونکي کال پلانونو په اړه ورغوښتل شوي وو.

غونډې ته د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د روان کال لاسته راوړنو تر څنګ وویل، چې په ۱۳۹۶ کال کې له کورنیو عوایدو د ۱۵۰ میلیاردو افغانۍ راټولول، په عایداتي او ګمرکاتي ادارو کې د فساد مخنیوي له‌پاره د نوي کار وړ پروګرامونو عملي کول، په سترو اقتصادي پروژو کې د عامه او خصوصي شرکتونو ګډون، چې طرحه یې نهايي شوې او څلورم هغه د اسان خدمتونو د چمتوکولو پروګرام عملي کول په پلان کې لري.
 دغه راز د اقتصاد وزیرعبدالستار مراد وویل، د معلوماتي مدیریت په سیستم کار پیل شوی، چې د دې په وسیله به د وزارت ټولې ادارې څارل کېږي او په وزارت کې به د فساد لارې ختموي.

د اقتصاد وزیر زیاته کړه، په هېواد کې د پایدار پرمختیایي پروګرامونو عملي کولو ته به دوام ورکړي، د ولایتي پلانونو جوړولو له پاره به مقرره ترتیب او افغانستان سره د ملګرو ملتونو د کېدونکو مرستو په برخه کې به یو پروګرام جوړ کړي.

د ولسي جرګې غونډې ته د سوداګرۍ او صنایعو وزیرهمایون رسا وویل، د ۱۳۹۶ کال له پاره په پلان کې لري، چې د خصوصي سکټور ستونزو ته رسېدنه وشي او د کورنیو تولیداتو زیاتوالي له پاره تخنیکي بېخ‌بیناوې پیاوړې کړي.

رسا وايي، د صادراتو ودې له پاره ځانګړی پلان لري، صنعتي پارکونه به زیات کړي، په ځینو ولایتونو کې د خپلو ریاستونو له پاره د ودانیو جوړولو پلان لري او زیاته یې کړه، د سوداګریزو منازعو حل مرکز یې جوړ کړی، چې راتلونکی کال عملا په دې برخه کې کار پیلوي.

له څو ورځو راهیسې د ولسي جرګې له خوا د وزیرانو د چارو او راتلونکو پلانونو د اورېدو په اړه د دې جرګې د استماعیه غونډو لړۍ پیل شوې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام