ماليې وزارت: سږکال مو کورني عواید۲۱ سلنه لوړ شوي

د ماليې وزارت چارواکي وايي، چې سږ ۱۳۹۴م لمریز کال کې د افغانستان کورني عواید د ۱۳۹۳م لمریز کال په پرتله ۲۱ سلنه زیات شوي.

د مالیې وزارت وزیر اکلیل حکیمي نن کابل کې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې زیاته کړه، دوی د نړیوال وجهي صندوق یا " IMF " سره ژمنه کړې وه، چې  په ۱۳۹۴ لمریز کال تر پایه خپل کورني عواید به ۱۱۴،۲ میليارده افغانۍ پوره کړي.

خو حکیمي وویل، سږکال یې کورني عواید  ۱۲۰،۷۵  میلیارده افغانۍ پوره کړي، چې پر وینا يي په تېرو ۱۳ کلونو کې حکومت په دومره لوړه کچه عواید نه دي راټول کړي.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي زیاته کړه، چې راټول شوي عواید یې له ګمرکونو، وزارتونو، مستوفیتونو، لویو  او کوچنیو مالیه ورکوونکو راټول کړي دي.

ده وویل، چې تېرکال له ګمرنو څخه ۴۴،۶۷ سلنه عواید راټول شوي و، خو سږکال ۵۵،۵  سلنه يې راټول کړي.

د وزارتونو تېرکال ۱۳،۳۴سلنه سږکال ۲۰،۰۵ سلنه عواید راټول کړي دي.

همدارنګه نوموړي زیاته کړه، چې له مستوفیتونو یې تیرکال ۱۲،۱۵ سلنه عواید راټول کړي او سږکال ۱۳ سلنه عواید راټول کړي.

د لویو مالیه ورکوونکو تیر کال ۱۷،۴۳ سلنه عواید راټول شوي سږکال ۱۸،۶ سلنه راټول شوي.

ده د متوسطو مالیه ورکوونکو په هکله وویل، چې تېر کال يې له همدغو مالیه ورکوونکو ۹،۹۲ سلنه مالیه ترلاسه شوې وه، خو سږکال يې بیا ۱۰،۲۶ سلنه ټول شوي دي.

د ماليې وزیر د کوچنيو مالیه ورکوونکو په هکله زیاته کړه، چې له دوی څخه تېر کال ۲،۵۴ سلنه ټول شوي و، خو سږکال يې بیا ۲،۸۴ سلنه مالیه ترلاسه شوې ده.

د څو کلنو د مالیې پوروړو څخه د مالیې راټولول د کرنیزو او صنعتي تعرفې برسېره پر مخابراتي سکټور محصول لګول، له ۴۰۰ ډالرو څخه ۵۰۰ ډالرو ته د هغو الوتکو ټيکټ لوړول، چې د افغانستان له هوايي حریم تیریږي او ځينې نور يې د افغانستان د کورني عوايدو د زیاتوالي عمده لاملونه په ګوته کړل.

د مالیې وزیر وايي، د نا امنیو له امله د کندوز په ګډون له یو شمېر ولایتونو او ګمرکونوڅخه عواید نه دي ترلاسه شوي.

حکیمي زیاتوي، چې د کورني عوایدو ټاکلې اندازه چې ۱۱۴ ملیارده افغانۍ وه د پوره کېدو په موخه نړیوال وجهي صندوق یا IMF ۷۵ میلیونه ډالرو د تشویقي مرستو ژمنه کړې وه، چې لس ورځې مخکې دا پیسې هم د افغانستان بودیجې ته ور جمع شوې.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام