د انټرنیشنل بزنس ټایمز وېبپاڼې د راپور له مخې د هسپانوي کلب بارسلونا له پاره لوبېدونکی لیونیل میسي اعلان وکړ، چې د استعفا له پرېکړې تېر شوی او ډېر ژر به د ارجنټاین فوټبال ملي لوبډلې په ګټه ولوبیږي.
میسي ۲ میاشتې مخکې هغه مهال د نړیوال فوټبال سره د مخه ښې اعلان وکړ، چې د ده په کپټانۍ کی ارجنټاین د کوپا امریکا فوټبال جام فاینل لوبه کې له چیلي ماته وخوړه.
د لیونیل میسي په وینا د ارجنټاین فوټبال ملي لوبډلې په ګټه به د روسیې په کوربتوب ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام په ټاکنیزپړاو کې ولوبیږي.
له تېرو ۲۳ کلونو راپه دېخوا ارجنټاین نه هم په امریکه او نه هم په نړیواله کچه د فوټبال کومه اتلولي ګټلې ده.
د روان کال په سپټمبرمیاشت کې به ارجنټاین فوټبال ملي لوبډله له یوراګوایې او وینزویلا سره د فوټبال نړیوال جام ټاکنیزې سیالۍ ترسره کړي، چې لیونیل میسي به هم په کې ولوبیږي.
لیونیل میسي تراوسه په ۱۱۳ نړیوالو فوټبال سیالیو کې لوبېدلې، چې ټولټال د ۵۵ ګولونو په وهلو سره د ارجنټاین فوټبال په تاریخ کې ترټولو مخکښ ګول وهونکی لوبغاړی دی.
ای، ایس، پی، این وېبپاڼې د لیونیل میسي د خپرې شوې بیانیې یوه برخه خپره کړېو، چې دغه مشهور لوبغاړي ویلي "ډېر څه مې لاهم د کوپا امریکا جام فاینل لوبې بایللو راپه دېخوا په ذهن کی راګرځي او له همدې کبله مې په جدي توګه د ملي لوبډلخ د پرېښودو پرېکړه کړې وه، خو ریښتیا خبره دا ده چې خپل هېواد او لباس سره ډېره مینه لرم."
لیونیل میسي په خپله اعلامیه کی د دې یادونه کړې وه، چې د ارجنټاین په فوټبال کی باید ډېر څه سم شي، خو دا کار نه باید له بهر څخه په خبرو، بلکې لوبډلې ته په داخلېدو ترسره کړي.