دې وروستیو کلونو چې زیرک موبایلونو ته د خلکو لاسرسی پراخ شوی. لهدې سره هممهاله د پرمختللې ټکنالوژۍ خاوندانو له کلي او کوڅو تفریحي لوبې راټولې کړي او په مډرنه بڼه یې په ټکنالوژۍ کې عرضه کړېدي.
کينډي کرش لوبه چې د موټر ځغلولو یو ډول دی؛ د فوټبال لوبه او دې وروستیو کې «لډو کینګ» چې په لډو پېژندل کېږي؛ د خلکو ترمنځ ډېره دود شوېده.
لډو لوبه له کلاسیکو لوبو ده چې په یوې تختې لوبول کېږي؛ خو د دې لوبې نوې بڼه له پخوانۍ هغې سره ډېر توپیر لري.
اوس دغه لوبه پر تختې سربېره د سافټویر په توګه مبایلونو کې هم کېږي. د افغانښاریانو په اند دغه لوبه کې افراط، د روږديکېدو لاملېږي.
د کابل ښار اوسېدونکی مصطفی وايي، کهچېرې په لډو لوبه ډېر تمرکز وشي؛ خطرناکې پایلې لري.
د هغه په وینا، دغه لوبه لامل شوې چې د خلکو ترمنځ د ملګرتیا او دوستۍ اړیکه کمزورې شي.
مصطفی زیاتوي، د دې لوبې لهپاره څو شپې وېښ پاتې شوی او یوه اندازه پيسې یې هم بایللې دي.
کابل کې د نجونو یوه ښوونځي استاده پروین وايي، پهداسې حال کې چې ښوونځي ته د موبایل راوړلو اجازه نهشته؛ خو بیا هم نجونې په پټه ښوونځي ته موبایلونه راوړي او لډو لوبه پهکې کوي.
د هغې په وینا، دغه لوبه کې افراط زدهکوونکي له درس او ښوونځي ویستي دي.
سره لهدې چې لډو لوبه ډېر وخت بېځایه مصرفوي؛ خو ځېنې فکر کوي چې لډو د تفریح ښه وسیله ده.
حسن چې له درېیوو کالونو راهیسې د اندونیزیا د کډوالو په یوه کمپ کې اوسېږي؛ وايي چې یو نیم کال یې په لډو کولو تېر کړیدی.
د هغه په وینا، که چېرې لډو لوبه نهوی؛ ښايي د غم او غوسې له کبله پرې دا درې کاله شپږ کاله تېر شویوی.
د کابل ښار اوسېدونکی وهاب بیا لډو لوبه دومره بده هغه نه ګڼي؛ خو خلک باید دې ته هم پام وکړي چې روږدي پرې نهشي.
هغه چې د دولت کارکوونکی دی زیاتوي، ډېری دولتي کارکوونکي د لډو لوبې لهپاره خپل کارونه پرېږدي او د جلسې او سیستم خرابېدلو په پلمې خپل ساعتتېری کوي.
لډو لوبه کې یوه دانه چې ټاس نومېږي، ټاکونکی رول لري؛ خو د ټاس په ټاکنه کې لوبغاړي هېڅ رول ځکه نهلري چې دغه دانه له لاسه غورځول کېږي او د کمپيوټر په وسیله څرخېږي.
د افغانانو لهپاره چې تل د جګړې او تاوتریخوالي لیدونکي دي؛ تفریح او وخت تېرول، ناسمه خبره نهده؛ خو دغه لوبې تر هغه وخته مثبت رول لوبوي چې د ژوند اصلي هدف ونه ګرځي.
افغانانو په هر حالت کې افراط کړی چې د لډو لوبه کې هم تر ډېره افراطي چلن کوي.