لویې څارنوالۍ دوستم ته د ۹ اړوندو کسانو د نیول امر صادر کړ

لویه څارنوالي وايي، چې د احمد ایشچي د ادعاوو پر بنسټ یې د هېوادمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ته د اړوندو ۹ تنو د نیولو امر صادر کړی دی.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي دا خبرې نن سه شنبې د (جنورۍ پر ۲۴مه) له سلام وطندار سره په ځانګړې مرکه کې وکړي؛ خو ویې نه ویل، چې دا ۹ تنه نیول کېدونکی اشخاص د دوستم ساتونکي دي او که له ده سره کومه بله ګوندي او یا کاري اړیکه لري.

د جنش پخواني غړي احمد ایشچي شاوخوا میاشت مخکې تور پورې کړی و، چې جنرال دوستم او د هغه د ساتونکیو له خوا په جنسي ډول ځورول شوی.

رسولي وايي، چې د ایشچي او دوستم د موضوع د څېړلو له پاره د لویې څارنوالۍ له خوا ټاکل شوي پلاوي دوستم ته د تحقیق له پاره رسمي مکتوبونه ولېږل؛ خو د هغه له خوا د ځواب له نه ورکولو دوی اړ شول، چې دوستم ته د هغو اړوندو ۹ کسانو د نیولو امر صادر کړي، چې احمد ایشچي یې په جنسي ډول ځورولی و.

د رسولي پر وینا، لویې څارنوالۍ د احمد ایشچي ادعاوو ته د ځواب ویلو په پار څو ځلې د هېوادمشر لومړي مرستیال ته رسمي مکتوبونه لېږلي، چې د موضوع د څېړلو په اړه ټاکل شوي پلاوي ته خپله یا قانوني استازی وروپېژني؛ خو تر اوسه یې نه کوم مکتوب ځواب کړی او نه د څېړنې هرکلی کړی دی.

خو پوښتنه دا ده، چې دوستم ته اړوند ۹ تنه به ونیول شي او که نه او په راتلونکې کې به د څېړنکي پلاوي اقدام څه وي؟

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام