لوگر کې موټربم او ډله‌ییز ځانمرګي برید ۴ کسان وژلي او ۱۲ یې تپیان کړي

پېښه د دې ولایت مرکز پل‌علم ښار کې نن سهار شاوخوا ۵ بجې رامنځته شوې.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي سلام وطندار ته وویل چې لومړی یو بریدګر د پل‌علم ښار لومړۍ امنیتي حوزې مخې ته موټربم چاودنه وکړه او وروسته درې بریدګرو حوزې ته په ننوتلو له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي‌‌دي.

 ښاغلي احمدزي زیاته کړه، په برید کې د لومړۍ امنتي حوزې امر سمونیار خان اغا په ګډون ۴ پولیس وژل شوي او د ۴ پولیسو په ګډون ۱۲ نور کسان ټپيان دي.

په ۸ ټپي شویو ملکيانو کې ښځې او ماشومان هم شته.

 طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د دغې برید مسوولیت پر غاړه اخېستی او ادعا یې کړې چې د چټک غبرګون پولیسو ته یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام